طالبانو څلور تښتول شوي ترکان خوشي کړل

Image caption ترکیې هم منلې وه، چې افغانستان کې یې کار کوونکي تښتول شوي وو.

وسله والو طالبانو ویلي، د هغو اتو ترکانو له ډلې یې څلور کسان خوشي کړي، چې څه موده وړاندې طالبانو تښتولي وو.

طالبانو ویلي، چې څلور نور ترکان به هم د دوی په وینا "د ښه نیت، اسلامي او انساني همدردۍ او د ترکیې د مسلمان ولس د قدردانۍ په خاطر خوشي کړي".

طالبانو ویلي چې دغه اته ترکان د دوی کسانو تښتولي وو، خو له دوی سره د یوه افغان او دوو اوکرایني پیلوټانو په اړه یې هېڅ نه دي ویلي.

طالبانو له ترکي حکومت هیله لري، چې د طالبانو د دغه اقدام په مقابل کې "د ښه نیت اظهار وکړي".

طالبانو دې ته هېڅ اشاره نه ده کړې، چې چېرته یې دغه ترکان خوشي کړي او چا ته یې سپارلي دي.

طالبانو دا څرګندونې رسنیو ته په یوه لنډه خبرپاڼه کې کړې دي.

د روان کال د تېر اپریل پر ۲۲ مه طالبانو هغه مهال په لوګر ولایت کې اته ترکان، دوه اوکراینیان او یو افغان وتښتول، چې الوتکه یې د خرابې هوا له کبله د لوګر په ازره ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو، چې د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ یا پاکستان ته لېږدول شوي.

خو طالبانو تر تښتونې وروسته وویل، چې تښتول شوي کسان خوندي ځای ته رسول شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم منلې وه، چې اته ترکان د افغانستان په لوګر ولایت کې تښتول شوي.

تېر کال له څو میاشتني بند وروسته، پکتیا ولایت کې د غزني یوه قومي مشر ته هغه څلور تښتول شوي ترکي کارکوونکي وسپارل شول، چې طالبانو له دغه ولایته تښتولي وو.

د رپوټونو له مخې، له تېرو لسو کلونو راهیسې ایله یوځل طالبان په میدان وردګو ولایت کې له ترکي پوځيانو سره نښته کړې ده، چې بیا وروسته یې بښنه پرې غوښتې.

د ناټو په چوکاټ کې ترکیه په افغانستان کې نژدې ۱۰۹۸ پوځيان لري، چې تر ډېره یې د پوځيانو دنده پر ګزمې راټوله ده.

ترکي پوځيانو په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي بیارغونې په برخه کې کار فعالیت درلود.

ورته مطالب