زاخیلوال په قاچاق کې "ښکېل وکیلان" افشا کړل

Image caption مخکې مې هم ویلي و او اوس هم وایم، ولسي جرګې کې د ګوتو په شمېر داسې کسان چې په قاچاق کې لاس لري. زاخیلوال

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال نن ولسې جرګې ته د استیضاح لپاره غوښتل شوی و.

د یادونې ده، چې نوموړي په دا وروستیو کې تور لگولى و، چې گواکې په ولسي جرگه کې يوې داسې ډلې د هغه د استيضاح پرېکړې ته لاره هواره کړې چې د ده په وینا د نشه يي توکو په قاچاق او فساد کې ښکېل دي.

د غونډې یو شمېر ګډونوالو تور پورې کړ، چې یاد وزیر په خپل وزرات کې د یوې سیمې اوسیدونکي په دندو ګومارلي.

خو د ولسې جرګې غونډې کې د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې نوموړي وویل، چې که ثابته شې، چې د عوایدو په برخه کې یې خپل خپلوان په دندو ګومارلي، نو د نوموړي په وینا ( خپل مخ به تور کړي.)

هغه جرګې ته د خپل وزارت د اړوندو بېلو ادارو د یو شمېر کارکوونکو لست وړاندې کړ، چې د ده په خبره د افغانستان د بېلو سیمو اوسېدونکي دي او د خپلو وړتیاوو پر بنسټ په یاد وزارت کې په دندو ګومارل شوي.

د خوست د هوايي ډګر د پروژې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل، چې باید د نه تطبیق په اړه یې له ټرانسپورټ وزارته پوښتنه وشي، نه له ده نه.

هغه وویل:

" زه د دې پروژې د تطبیق مسوولیت پر غاړه نه لرم، مخکې مې هم ویلي و او اوس هم وایم، ولسي جرګې کې د ګوتو په شمېر داسې کسان شته چې په قاچاق کې لاس لري."

هغه د کندهار، ننګرهار، پکتیکا، غزني، بغلان او فراه ولایتونو د ځینو وکیلانو نومونه واخیستل، چې د ده په خبره د اوړو، شرابو او موټرو په قاچاق کې لاس لري.

هغه د ظاهر قدیر، امیرزي لالي، محمود خان سلیمان خیل، سمیع الله صمیم، عارف رحماني او محمد عظیم محسني نومونه یاد کړل، چې د ده په وینا په غیر قانوني کړنو کې ښکېل دي.

Image caption د نوموړي په خبره یو شمېر وکیلان د شخصي ګټو لپاره د ولسي جرګې له نوم او مقام څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

د نوموړي په خبره دغه وکیلان د شخصي ګټو لپاره د ولسي جرګې له نوم او مقامه ناوړه ګټه پورته کوي او د غیر قانوني شخصي ګټو لاس ته راوړلو لپاره له همدې نومه او مقامه پر ده فشار راوړي.

نوموړي وویل، یو شمېر وکیلان له بهره هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ځان سره شراب راوړي او د پوښتنې ګروېږنې پر مهال د هوايي ډګر کارکوونکو ته ګواښونه کوي.

نوموړي د جرګې غونډې ته د دې وکیلانو نومونه افشا کړل.

د ولسي جرګې غونډه یاد وزیر ته د پنځو عدم قناعت رایو په مقابل کې د اکثریت تایید رایو په ورکولو پای ته ورسېده.

ورته مطالب