په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اېمل فيضي: د پوځي اډو غوښتنه په خپله امريکايي چارواکيو کړې

د کابل او واشنگټن ترمنځ په افغانستان کې د پوځي اډو پر موضوع د جلا نظر يوې بلې بېلگې په توگه دواړو غاړو د يو بل وروستۍ څرگندونې رد کړې دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې امريکايي چارواکو په بيا بيا ورسره د اډو پر څومره والي او د هغوى پر ځاى ځايگي خبرې کړې دي.

ده دا خبرې له اېمل پسرلي سره مرکه کې په کابل کې د مرستیال امریکايي سفیر هوګو لورینز څرګندونو په اړه کولې چې ويلي وو، ګواکې امریکا افغانستان کې د احتمالي پوځي اډو د شمېر او ځای په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.