کابل د امريکايي ديپلومات خبرې رد کړې

Image caption ښاغلی فيضي وايي ولسمشر کرزى اړ دى چې خپل ولس له حقايقو خبر کړي.

د کابل او واشنگټن ترمنځ په افغانستان کې د پوځي اډو پر موضوع د جلا نظر يوې بلې بېلگې په توگه دواړو غاړو د يو بل وروستۍ څرگندونې رد کړې دي.

په کابل کې د امريکا مرستيال سفير هوگو لورينز له بي بي سي سره په يوه مرکه کې د ولسمشر کرزي هغه څرگندونې "ناسمې" بللې وې چې ويل يې متحد ايالاتو په افغانستان کې ۹ پوځي اډې غواړي.

مرستیال امریکايي سفیر هوګو لورینز بي بي سي ته وويل چې امریکا له افغان اړوندو چارواکو سره افغانستان کې د احتمالي جوړېدونکو امریکايي پوځي اډو د شمېر او ځای په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې.

خو د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې امريکايي چارواکو په بيا بيا ورسره د اډو پر څومره والي او د هغوى پر ځاى ځايگي خبرې کړې دي.

ښاغلي فيضي وويل ولسمشر کرزى اړ دى چې د دۀ په وينا خپل ولس له حقايقو خبر کړي.

د ولسمشر کرزي وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امريکايي ديپلومات داسې ښيي چې هغه څه نه دې ويل شوي چې تاسو يې وايئ، وويل "دا پوښتنه بايد خپله امريکاييان ځواب کړي.

څه چې موږ ويلى شو دا دي چې موږ له امريکا سره د پوځي تړون په برخه کې له بيړې کار نه اخلو. موږ د افغان پوځ، اقتصاد او سولې په برخه کې د ضمانتونو غوښتونکي يوو."

د ولسمشر کرزي وياند ادعا وکړه چې د دۀ په وينا نننى افغانستان پخوانى هغه نه دى چې د بهرنيو هېوادونو فشار ومني.

د ښاغلي فيضي استدلال دا و اوس چې افغانستان څومره نړيوالو ته اړ دى هغومره نړيوال هم افغانستان ته اړتيا لري.

ولسمشر کرزي د تېرې پنجشنبې په ورځ (مې ۹، غويي ۱۹) ويلي و چې امریکا له ۲۰۱۴کال وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ۹ پوځي اډې غواړي.

ښاغلي کرزي ويلي وو ''امریکا د افغانستان پلازمېنه کابل، بګرام، مزارشریف، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هلمند، شینډنډ او هرات کې له موږ ۹ پوځي اډې غواړي''.

خو په کابل کې د امريکا مرستيال سفير وويل ''دا ناسمه ده، موږ اصلاً د اډو په اړه هېڅ خبرې نه دي کړې. ځکه چې زموږ پوځيان به د سلامشورې رول لوبوي او دا دوی ته مهمه ده چې د افغان پوځيانو اډو ته لاسرسی ولري''.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل له امريکايانو سره د پوځي اډو مضوع مهمه ده او د افغانستان راتلونکي ته اهميت لري.

دۀ زياته کړه په همدې دليل ولسمشر کرزي وغوښتل چې دا ملي موضوع له افغانانو سره ياده کړي چې هغوى خپل راتلونکى وټاکي.

ورته مطالب