افغانستان کې د برتانوي ځواکونو شته والی تر ٢٠١٥ غځېږي

Image caption د برتانيا پارلمان ته د خبرو پر وخت ښاغلي همونډ وويل د دوى پوځي عمليات به له مهالوېش سره سم د ٢٠١٤ کال په پاى کې ختم شي.

له افغانستان نه د برتانيايي سرتيرو د ايستلو پر مهال وېش د خبرو پر وخت د دفاع وزير فيليپ همونډ د سه شنبه په ورځ ( د مى ١٤) وويل چې تر ټاکلې مودې ښايي څه وخت نور هم ځينې سرتيرې پاتې شي.

د برتانيا پارلمان ته د خبرو پر وخت ښاغلي همونډ وويل د دوى پوځي عمليات به له مهال وېش سره سم د ٢٠١٤ کال په پاى کې ختم شي.

خو د دفاع وزير زياته کړه چې په افغانستان کې به د دوى د وروستيو سرتيرو د پاتې کېدا موده تر نهو مياشتو پورې وغځيږي.

برتانيايي سرتيري هر وار د شپږو مياشتو لپاره افغانستان ته ځي خو هغه ځواکونه چې د روان کال په اکتوبر کې د دندې لپاره ليږل کيږي هغوى به تر اتو مياشتو پورې په افغانستان کې پاتې کيږي.

ښاغلي همونډ وويل:

" د دې پرېکړې منطق ساده دى موږ د پوځي قومندانانو مشوره ورته اخيستې ده."

برتانيايي وزير وويل يو دليل دا هم دى چې د ٢٠١٤ کال په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په څېر مهمو پېښو کې مرسته وکړي.

له دې نوې پرېکړې سره سم به څو سوه برتانيايي عسکر په هلمند کې تر ټاکلي مهال وېش هم ډېر وخت پاتې شي.

Image caption په افغانستان کې ٩٥٠٠ برتانيايي عسکر شته خو د ۲۰۱۳ کال په پاى کې به يې ٤٠٠٠ سرتېري ستانه شوي وي.

د برتانيا وروستي عسکر به د ٢٠١٥ کال په ترڅ کې له افغانستان څخه وځي.

د برتانيا لومړي وزير ديويد کيميرون واردمخه ويلي چې د ٢٠١٣ کال تر پايه به له افغانستان څخه په زرگونو عسکر وباسي.

اوس په افغانستان کې ٩٥٠٠ برتانيايي عسکر شته خو د روان ميلادي کال په پاى کې به له دغو سرتيرو ٤٠٠٠ ستانه شوي وي.

برتانيا د ٢٠٠١ کال په پاى کې افغانستان ته سرتيري وليږل چې تر اوسه يې ٤٤٤ عسکر وژل شوي دي.

ورته مطالب