''لوګر ته عرب او پنجابي طالبان راغلي''

لوګر
Image caption لوګر د پلازمېنې کابل یو له څنګلورو ناامنو ولایتونو دی.

په داسې حال کې چې هوا توده شوې او د چاپېريال شنو اونو بوټو د وسله والو پټېدو ته لاره هواره کړې، د لوگر سيمه یيز چارواکي وايي چې ددغه ولايت يو شمېر لريو پرتو سيمو ته لسگونه عرب او پنجابي وسله وال طالبان له گاونډي پاکستانه ور اوښتي دي.

د لوگر د امنيت امر ريس خان عبدالرحيم زي بي بي سي ته وويل چې دغه بهرني مخالف وسله وال تر ډېره د خروار، څرخ او برکي برک ولسواليو په لريو پرتو سيمو کې مېشت شوي دي:

''زموږ د کشف او استخباراتي معلوماتو پربنسټ، پاکستاني پنجابي طالبان چې عرب جنګیالي هم ورسره دي، د لوګر خروار، څرخ او برکي برک ولسوالیو ته راغلي دي، چې دلته تخریبي کارونه وکړي''.

ښاغلي عبدارحيم زي وويل چې دغه شمېر بهرني مخالف وسله وال پر افغان امنيتي ځواکونو د ډله یيزو بريدو توان نه لري او يوازې غلچکيو بريدونو او ماينونو خښولو ته يې مخه کړې ده.

خو د برکي برک ولسوالۍ امنيې قومندان محمد قاسم خدمتگار د دغو بهرنيو مخالفو وسلوالو د راتگ پر اړه اندېښنه ښوولې او رسنيو ته يې ويلي که مخه يې ونه نيول شي، په ياد شوي ولايت کې به د نا امنۍ گراف مخ پورته ولېږدي.

د لوګر امنيت ځکه ارزښتناک بلل کېږي، چې د گڼو نورو ولايتونو لويې لارې پرې تېرې شوي او له پلازمېنې کابل سره هم پوله لري.

لوګر د افغانستان پلازمېنې یو له هغو څنګلورو ولایتونو دی، چې تر ډېره ترې د ناامنیو خبرونه ورکول کېږي.

تښتول

د روان کال د تېر اپریل پر ۲۲ مه طالبانو هغه مهال په دغه ولایت کې اته ترکان، دوه اوکراینیان او یو افغان وتښتول، چې الوتکه یې د خرابې هوا له کبله د لوګر په ازره ولسوالۍ کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو، چې د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ یا پاکستان ته لېږدول شوي.

طالبانو وړمه ورځ له دغو تښتول شویو څلور ترکي انجنیران خوشي کړل، چې تېره ورځ یې د څلورو نورو ترکانو د خوشي کېدو خبر هم ورکړ.

خو دا یې نه ده ډاګیزه کړې، چې دغه ترکي انجنیران یې چېرته او چا ته سپارلي دي، خو ويلي يې دي چې دا کسان يې له ترکي مسلمانانو سره د خواخوږۍ او د هغه هېواد د حکومت د قدردانۍ په توګه پرېښودل.

ورته مطالب