بدخشان چارواکي وايي ۱۰ کلي د دوی له ولکې وتلي

بدخشان
Image caption د وردوج ولسوالۍ چارواکي وايي، شا وخوا ۳۰۰ وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې ځای پرځای شوي دي.

بدخشان ولایت کې چارواکو منلې، چې وردوج ولسوالۍ کې له لسو ډېر کلي د حکومت له ولکې وتلي دي.

دغه چارواکي وايي، که حکومت په وردوج ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات و نه کړي، دغه ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو په ولکه کې راشي.

د بدخشان د وردوج ولسوالۍ چارواکي وايي، شاوخوا ۳۰۰ وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې ځای پرځای شوي دي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور بي بي سي ته وویل، که امنیتي ځواکونه اقدام و نه کړي، پر دغې ولسوالۍ به وسله وال طالبان ولکه ټینګه کړي:

"طالبان بیا راغلي او ۱۱ کلي د دوی په کنټرول کې دي. داسې اندېښنې شته، چې که دولت یو ځل بیا تصفیوي عملیات و نه کړي، ځیني ګډوډۍ به په سیمه کې رامنځ ته شي. د امنیتي ځواکونو له خوا داسې اټکل کېږي، چې شاوخوا ۳۰۰ طالبان په دغو کلیو کې ځای پرځای شوي دي، چې ځینې يې د وردوج ولسوالۍ، ځينې يي له نورو ولسوالیو او ولایتونو او ځینې يي ازبکستانيان او نور بهرنیان دي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا د بدخشان د وردوج ولسوالۍ چارواکو خبرې بې بنسټه بولي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د افغانستان په هېڅ سیمه کې وسله وال طالبان دومره ځواک نه لري، چې کلی تر ولکه لاندې ونیسي.

څه باندې ۷ میاشتې مخکې هغه مهال چې جرمني سرتېري له بدخشانه ووتل او امنیتي مسوولیتونه افغان سرتېرو ته وسپارل شول، د دغه ولایت په ختیځه برخه، په ځانګړې توګه وردوج ولسوالۍ کې جګړو زور واخیست.

بله خوا افغان امنیتي چارواکي وايي، که وسله وال طالبان د جګړې هڅه وکړي، افغان امنیتي ځواکونه دومره ځواکمن دي، چې د دوی هڅې شنډې کړي.

ورته مطالب