کابل کې زرګونو دولتي مامورینو ته کورونه جوړېږي

حامد کرزی
Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي د دغو مېنو د جوړولو د پيل په غونډه کې وويل دغه کورونه به هغو کسانو ته وېشل کېږي، چې د کورني اقتصاد ستنې يې کمزورې دي.

په افغانستان کې د دولتي کارکوونکو لپاره د څه د پاسه درې زره اپارتمانونو د جوړولو کار د پلازمېنې کابل په څنډو کې پيل شو.

دغه مېنې د عربي متحده اماراتو په وړيا مرستو جوړيږي چې تر راتلونکو دريو کالو پورې به يې چارې بشپړې او په خلکو به ووېشل شي.

د پلازمېنې کابل په څنډو کې د کارګري قصبې په نامه سيمه کې په پنځو پوړونو کې تر سلو زيات بلاکونه چې د شاوخوا درې نيمو زرو کورنيو لپاره د سر سيورى جوړوي، افغان چارواکي وايي چې دغه مېنې د عربي متحده اماراتو په وړيا مرستو جوړيږي.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم په هغې غونډه کې برخه لرله چې د دغو کورونو د جوړولو لپاره جوړه شوې وه.

ښاغلي کرزي د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې دغه کورونه به په هغو دولتي کارکوونکو ووېشي، چې مياشتينۍ تنخواوې يې کمې دي او په کرايي کورونو کې ژوند کوي:

"هره پلا چې خلک ما ته د افغانستان خلک راغلي که هغه ښوونکي وو، که دولتي کارکوونکي وو او يا هم عام ولسي وگړي نو لومړۍ خبره يې دا وه چې د يوه کور امر راکړه چې کور نه لرم، دغه خلک تر ډېره ناتوانه دي او نه شي کولاى د لوړو بيو کورونه واخلي، نو د دغې پروژې په جوړولو سره به د دغه شان خلکو ستونزې اوارې شي".

تروجان

د افغانستان د ښاري پراختيا وزارت چارواکي وايي په دغې پروژه به شاوخوا ۱۸۰ میليونه امريکايي ډالره لگښت راشي او د تروجان په نامه به د عربي اماراتو يو ودانيز شرکت د دغو مېنو د ودانولو چارې پر مخ يوسي.

د دغو چارواکو په خبره، په راتلونکو درېيو کالو کې به ددغو مېنو ودانيزې چارې بشپړې شي او د وېشلو لپاره به چمتو شي.

Image caption د دغو مېنو ودانیزې چارې تر راتلونکو درو میاشتو پورې بشپړېږي.

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ډېرو لويو ښارونو کې د کورونو بيې او کرايې ډيرې لوړې دي چې له همدې امله خلکو ته هم زياتې ستونزې راولاړې شوې دي.

په تېرو لسو کالو کې په پلازمېنه کابل کې د کورونو بيې دومره لوړې شوي چې د يوه کوچني اپارتمان بيه تر يولکو امريکايي ډالرو هم اوښتې ده ، خو افغان چارواکي وايي چې په پام کې لري د دغې پروژې ترڅنگ به د ځينو نورو ودانيزو پروژو چارې هم پيل کړي چې په وينا يې د کورونو د بيو په راټيټولو کې به ډيرې اغېزمنې پرېوځي.

خو و به کتل شي چې د افغان چارواکو دغه ژمنې به تر کومه بريده عملي بڼه خپله کړي، او ايا په دې سره به د کورونو هغه بيې چې د چا خبره اسمان ته ختلې بېرته به راټيټې شي که څنګه؟

ورته مطالب