د پخوانیو طالب چارواکو د پوهنتون افغانې محصلینې

Image caption د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو بې برخې شوې وې.

په عصري درېشۍ کې ځوان ښوونکی پر سپینې تختې په مارکر قلم د انګلیسي ژبې ګرامر محصلینو ته لیکي، چې ترڅنګ یې پر دېوال یو لوی تلوېزیون لګول شوی دی.

محصلینې یې ټولې نجونې دي، چې بېلابېل رنګه حجابونه یې کړي او پر څوکیو ناستې دي. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو بې برخې شوې وې.

کابل کې زموږ خبریال ملیار صادق ازاد دغه پوهنتون ته ورغلی، چې د رپوټ پښتو بڼه یې د بي بي سي پښتو ټکي کام، هدایت الله همیم وړاندې کوي.

د "افغان" پوهنتون په مشرتابه کې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل، پاکستان کې د طالبانو مخکنی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف، د کورنیو چارو وزیر مولوي نور جلال او د سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي فضل محمد فیضان او ځینې نور جګپوړي مخکني طالب مشران دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د نجونو او ښځو پرمخ د تعلیم او زده کړې دروازې تړل شوې وې، له ډېرو سره دا پوښتنه پیدا کېږي، چې څرنګه اوس دوی ښځینه تعلیم ته مخه کړې ده؟

د دې پوښتنې په ځواب کې مولوي وکیل احمد متوکل وايي، طالبان اصولاً د ښځو له زده کړو سره مخالف نه وو:

"کله چې تاسو دا اورﺉ، چې ملایان ښوونځیو ته د نجونو د تللو مخالف دي، باید په علتونو او عواملو یې هم ځانونه پوی کړﺉ".

نوموړی زیاتوي: "په هغه صورت کې چې هېڅ ډول ګواښ نه وي، او نور جانبي عوارض هم نه وي، هېڅوک نه شي کولای، چې د نجونو د تعلیم پر منل شوي حق سترګې پټې کړي".

افغان پوهنتون د "افغان بنسټ" یوه برخه ده، چې د طالبانو د مخکنیو جګپوړو مشرانو له خوا یې بنسټ اېښودل شوی دی.

د دغه پوهنتون ترڅنګ یو ښوونځي هم شته، چې سلګونه نجونې په کې زده کړې کوي، خو د ښځینه زده کوونکو ټولګي د نارینه وو په پرتله بېل او جلا دي.

ښاغلی متوکل وايي: "په ښوونځي او پوهنتون کې نجونې حجاب لري، له یوه سپین ږیري چلوونکي سره درس ته راځي. دوی په یوه ارامه فضا کې درس وايي؛ ځکه چې د پوهنتون ټول استادان او کار کوونکي ښځینه دي، چې موږ په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه لرو. ګڼو ملایانو خپلې لوڼې زموږ ښوونځي کې شاملې کړې دي".

د افغان پوهنتون مرستیال رییس دوکتور مختار احمد وايي، د دوی هدف یوازې د پیسو ګټل نه دي، بلکې په وینا یې دا پیغام خلکو ته رسول غواړي چې "اسلام د نجونو د زده کړې مخالف نه دی".

په دغه پوهنتون کې زیاتره ښځینه محصلینې کابل کې د دغو مخکنیو طالب مشرانو دا عمل او خوځښت یو مثبت ګام بولي.

د دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو محصله رحیمه وايي: "دا مهمه نه ده، چې د دغه پوهنتون بنسټګر څوک دي. مهمه دا ده چې دوی د افغانستان له شرایطو سره سم د نجونو لپاره یوه خوندي فضا رامنځ ته کړې ده. یوه افغانه نجلۍ له هلکانو جلا زده کړه غواړي".

نذرانه امیري بیا د شرعیاتو پوهنځي یوه بله محصله ده، چې په وینا یې پخپله خوښه حجاب مراعاتوي:

"د پوهنتون له مشر (ضعیف) سره مې یوځل کتلي، هغه هم د پوهنتون د جوړولو لپاره دلته راغلی و، دوی له موږ سره هېڅ سروکار نه لري، او موږ د هر بل تعلیمي چاپېریال په څېر په یوه ارامه فضا کې درس وایو".

د مخکنیو طالب مشرانو لوڼې

Image caption محصلینې یې ټولې نجونې دي، چې بېلابېل رنګه حجابونه یې کړي او پر څوکیو ناستې دي.

د افغان ښوونځي د افغان بنسټ یوه هغه برخه ده، چې نژدې دوه سوه نجونې په کې درس وايي، چې په وینا یې دوی هلته د دیني مضامینو سربېره، کمپیوټر او انګلیسي ژبه هم زده کوي.

له دې کبله چې شاید په دې ښوونځي کې د مخکنیو طالب مشرانو لوڼې وي، موږ ته له دوی سره د خبرو کولو او زړه خواله کولو اجازه رانه کړل شوه.

د دغه ښوونځي ټولې زده کوونکې عربي او شرعي حجاب لري، چې یوازې مخ او لاسونه یې ښکاري، او له سره تر پښو پورې پټې دي. دوی هم د نورو محصلینو په څېر له نارینه وو محصلینو په یوه جلا ودانۍ کې درس وايي.

د دغه ښوونځي مدیر عبدالرؤف فراهي وايي: "دا مهمه نه ده، چې د طالبانو د رژيم پرمهال د نجونو زده کړه څرنګه وه، مهمه دا ده چې اسلام د نجونو او هلکانو ترمنځ د تعلیم په اړه په توپیر نه دی قایل، خو طریقه او څرنګوالی یې مهم دی".

نوموړی زیاتوي: "د طالبانو د واکمنۍ پرمهال داسې شرایط نه وو، چې نجونې دې له هلکانو جلا زده کړه وکړي. خ اوس دا شرایط شته، موږ وکولای شو، چې نجونو ته له هلکانو جلا سبق ووایو".

پر همدې مهال، د ښځینه حقونو ځینې فعالان په کابل کې د دغو مخکنیو طالب مشرانو دغه خوځښت ته د شک په سترګه ګوري، او تمه ښيي، چې دا ډول عمل سیاسي بڼه ونه لري.

له دې ډلې یوه هم محبوبه سراج ده چې وايي: "دا یوه سیاسي لوبه ده، چې غو اړي د افغانستان خلکو او نړیوالو ته ځانونه وښيي. په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال همدغه طالب مشران د نجونو د زده کړو مخالف وو، او د دوی له وېرې به په پټه خلکو نجونو ته سبق وایه".

مالي سرچینه

Image caption طالبان اصولاً د ښځو له زده کړو سره مخالف نه وو. مولوي وکیل احمد متوکل

د افغان بنسټ چارواکي وايي، د ښوونځي او پوهنتون د لګښتونو پوره کولو لپاره له زده کوونکو او محصلینو میاشتنی فیس اخلي، خو له هېڅ کومې کورنۍ یا بهرنۍ خیریه مؤسسې یا لوري هېڅ پیسې نه ترلاسه کوي.

د دغه بنسټ یو چارواکی عبدالجبار بهیر وايي: "د مولوي عبدالسلام ضعیف په ګډون د دغې شورا غړي دا پیسې ورکوي. خو پر دې سربېره موږ د ملي سوداګرو په ګډون خیرات اخلو، په کابل کې مو د ځینو اسلامي هېوادونو سفارتونو او نورو سرچینو ته هم غوښتنلیکونه استولي، خو تر اوسه یې له موږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې".

د کابل په یوه برخه کې که دا ډول هڅې که هر راز لامل ولري د افغان وګړو لپاره د بدلون تمه راټوکولی شي، او ګڼ خلک دا هیله لري، چې دا کار د هغو سخت دریځو او جنګېدونکو طالبانو لپاره یو الهام وګرځي، چې ښوونکي وژني، ښوونځي سیځي او کورنۍ له دې کبله ګواښي، چې ولې خپلې لوڼې ښوونځیو ته استوي.

د پوهنې له بهیر سره د دښمنۍ له کبله لاهم د افغانستان په ګڼو لیرې ناامنو سیمو کې زرګونه زده کوونکي ښوونځیو ته له تلو بې برخې پاتې شوي.

ورته مطالب