زابل کې ۴۰ تړل شوي ښوونځي بیا پرانیستل شوي

Image caption د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د ښوونځيو ټوليزه شميره ٤٠ ته رسيده چې دا ټول ښوونځي له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهيسې تړل شوي وو.

د افغانستان د سويل لويديځ ولايت زابل په شاجوى ولسوالۍ کې د حکومت د وسلوالو مخالفانو د گواښونو له کبله تړل شوي ٤٠ ښوونځي بېرته د زده کونکو پر مخ پرانستل شول.

اړوند چارواکي وايي چې په دغو ښوونځيو کې شاوخوا ١٨٠٠٠ زده کونکي په زده کړو بوخت دي.

خو د ياد شوي ولايت د پوهنې د برخې چارواکي وايي چې لاهم په دغه ولايت کې ١٣٣ نور ښوونځي د زده کونکو پرمخ تړلي پاتې دي، وايي هڅه کوي چې هغه هم د شاجوى ولسوالۍ د ښوونځيو په څېر دديني عالمانو او قامي مشرانو په منځگړتوب بېرته پرانيزي.

د افغانستان د پوهنې د برخې اړوند چارواکي وايي چې د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د ښوونځيو ټوليزه شميره ٤٠ ته رسيده چې په وينا يې دا ټول ښوونځي له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهيسې تړل شوي وو.

اړوندو چارواکو بي بي سي ته ويلي دي چې گواکې د حکومت وسلوالو مخالفانو د دغو ښوونځيو ښوونکو او زده کونکو ته گواښ کړى و، چې د ښوونځيو پر لوري لاړ نه شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وويل چې اوسمهال دغه ټول ښوونځي، د قامي مشرانو او ديني عالمانو په منځگړتوب بېرته پرانستل شول.

اړوندو چارواکو وويل چې د شاه جوى زده کونکي بله کومه ستونزه نه لري خو وايي له دغو ٤٠ ښوونځيو څخه ډېرى شمېر يې ودانۍ او مسلکي ښوونکي نه لري، چې په وينا يې دا ستونزه يې د پوهنې له وزارت سره شريکه کړې ده.

د زابل د پوهنې ريس رحيم الله لودين بي بي سي ته وويل چې د ښوونځيو د تړل کېدو ستونزه يوازې په شاه جوى ولسوالۍ کې نه ده، بلکې په خبره يې د ياد شوي ولايت په بيلو ولسواليو کې ١٣٣ نور ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په تېرو څو کلونو کې يې د ولس، قامي مشرانو او ديني عالمانو په منځگړتوب د تړل شويو ښوونځيو د بيا پرانستل کېدو په برخه کې پام وړ پرمختگونه کړي دي، خو وايي لا هم په زابل، هلمند، کندهار او نورو ولايتونو کې ٤٥٠ ښوونځي د زده کونکو پر مخ تړلي پاتې دي.

پوهنې وزارت د دغو ولايتونو پر ولسونو غږ وکړ چې د خپلو ماشومانو در وښانه راتلونکي په هيله د خپلو تړل شويو ښوونځيو د بيا پرانستلو لپاره لستوڼي بډ وهي.

ورته مطالب