افغان ولسمشر له هندي مشرانو سره وکتل

Image caption د افغان ولسمشرۍ وياندد ويلي ښاغلی کرزی به "زموږ د پوځي او امنيتي موسسو پياوړتيا لپاره له هند د هر ډول مرستو غوښتنه وکړي."

افغان ولسمشر حامد کرزی هند ته د خپل سفر پر دوهمه ورځ نوي ډيلی کې د هند له ولسمشر پراناب موکرجي او لومړي وزير منموهن سنګ سره وکتل.

د دواړو هېوادونو مشرانو ترمنځ دغو کتنو په اړه جزئيات لا نه دي خپاره شوي، خو راپورنه وايي ولسمشر کرزی هند ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه کوي چې له هندي مشرانو سره خپلو خبرو کې د لا نورې پوځي مرستې ترلاسه کولو تړونونه ډاډمن کړي.

ولسمشر کرزي د سې شنبې/نهې (مې ۲۱ مې) لومړيو کې په شمالي پنجاب ايالت کې له (لولي پروفېشنل) پوهنتون د ډاکټرۍ وياړي درجه ترلاسه کړه.

ښاغلی کرزي د دغې درجې منلو وينا کې له هغه راهيسې چې دی کابل کې واک ته رسېدلی، د هند له ملاتړ مننه وکړه او ويې ويل "هند د افغانستان ملګری دی، او د دغه هېواد ځوانانو وړتياوو لوړولو کې يې ستره ونډه لرلې ده".

ولسمشر کرزي زياته کړه "هند د خپلو ماليو ورکونکيو په سخته ګټل شويو پيسو نه ۲ مليارډ ډالر د افغانستان د ښه والي لپاره ورکړې دي".

د فرانسې خبری اژانس د افغان ولسمشر وياند اېمل فيضي له خولې ليکلي ښاغلی کرزی به په هندۍ پلازمېنه نوي ډيلي کې د خبرو پر مهال "زموږ د پوځي او امنيتي موسسو پياوړتيا لپاره له هنده د هر ډول مرستو غوښتنه وکړي."

د هند بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي چې د نامه نه يادولو په شرط يې خبرې کړې، ويلي په بحثونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وسلو شونو تړونونو پر سر هم خبرې وشي.

دغه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي "هند د هرې داسې غوښتنې ځواب ته چمتو دی چې افغان امنيتي موسسې ځواکمنولی شي."

د هندي پانګوالو لېوالتيا

Image caption "هندي سوداګرو هم د لېوالتيا په څرګندونې ويلي چې د فرصتونو ارزونې لپاره به افغانستان ته پلاوی استوي"

له دې مخکې د سې شنبې (مې ۲۱ مې) لومړيو کې افغان ولسمشر حامد کرزي په نوي ډيلي کې له يو شمېر هندي سوداګرو او پانګوالو سره کتلي وو.

د افغانستان له ولسمشرۍ يوې خپرې شوې خبرپاڼې ويلي ولسمشر کرزي له هندي پانګوالو سره په خپل هېواد کې د مخابراتو، روغتيا او کرنې برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د افغان ولسمشرۍ خبرپاڼې خپل هېواد کې د پانګونې لپاره فرصتونه ښه بللي، او زياته کړې يې ده چې هندي سوداګرو هم د لېوالتيا په څرګندونې ويلي چې د دغو فرصتونو ارزونې لپاره به افغانستان ته پلاوی استوي.

په کتنه کې د هند د صنعتونو ټولنې مشر چندرجت بنرجي، د مخابراتو، بيمي او خوراکي توکيو بهارتي شرکت مشر راکش بهارتي او د روغتيايي خدمتونو فورټس شرکت مشر ملوېندر موهن سنګ ګډون درلود.

ځیني د وخت له پلوه دا سفر مهم ګڼي او وايي چې قصداً همداسې پلان شوې وه. په همدې هکله زموږ همکار داود اعظمي په هندوستان کې له افغان سفیر شیدا محمد ابدالي سره مرکه کړې چې دلته یې اوریدلی شئ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب