ژباړونکو ته برتانیا کې د اوسېدو حق ورکول کېږي

Image caption دوی کې ډېر وايي، که په افغانستان کې پاتې شي، د طالبانو له خوا له ګواښونو سره مخ دي.

شاوخوا ۶۰۰ هغو افغان ژباړونکو ته به په برتانیې کې د مېشتېدو حق ورکړل شي، چې له برتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې دندې تر سره کړې دي.

په دوی کې ډېر وايي، که په افغانستان کې پاتې شي، د طالبانو له خوا له ګواښونو سره مخ دي.

یوې حکومتي سرچینې وویل، لومړي وزیر ډېوېډ کامېرون په څرګنده ویلي، چې برتانیه باید هغو خلکو ته شا نه کړي، چې د برتانوي ځواکونو د مرستې لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

دا وړاندیز د هغو ژباړونکو لپاره دی، چې د ۲۰۱۲ کال د دسمبر او د راتلونکي کال تر پایه، چې برتانوي ځواکونه له افغانستانه وځي، د جګړې په لومړیو لیکو کې یې تر یوه کال ډېره دنده تر سره کړې وي.

دې اقدام سره به افغانستان کې دېره برتانوي ځواکونو سره په دنده بوخت نیمايي افغان ژباړونکي وتوانیږي، چې برتانیا کې د مېشت کېدو جوګه شي.

د ډاوننګ سټریټ یوې سرچینې په وینا ژباړونکو ته به له دوو نه د یوه اتنخاب حق ورکړل شي" افغانستان ته تګ او کار کول، نوي مهارتونه زده کول او د خپل هېواد په بیا رغونه کې برخه اخیستل او یا برتانیا ته تګ او له نوي سره بیا پیل"

د دفاعي مسایلو لپاره د بي بي سي کارولین وایټ په خپل رپوټ کې کاږي، چې اییتلافي ځواکونه د دې موضوع په باب له مخکي نه وېشلي دي.

زموږ خبریاله زیاتوي، یو شمېر لبرال دیموکراتانو د اسکان مجدد د یوې بستې غوښتنه کړې، خو یو شمېر نور بیا وېره څرګندوي، له افغانستانه د بهرنیو محربوي ځواکونو له وتلو وروسته به دې چارې ته د افغانستان د راتلونکي په باب د بې اعتمادۍ د علامې په نظر وکتل شي.

د امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، نیوزلنډ او اسټرالیا په ګډون یو شمېر هغو هېوادونو، چې ځواکونو افغان جګړه کې برخه درلوده د پنا ورکولو لپاره داسې پروګرامونه پیل کړي، چې له مخې یې څه نا څه شمېر هغه ژباړونکي پنا واخلي، چې دوی په دنده ګومارلي وو.

دا وروستیو کې د یو افغان ژباړونکی چې له برتانوي ځواکونو سره د کارکولو له امله طالبانو د مرګ ګواښ ورته کړی وو، په بریتانیا کې یې د پناه غوښتنه منل شوې ده.

محمد چې په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د خوندیتوب په موخه نه شي کولای خپل بشپړ نوم یاد کړي په ۲۰۰۷ کال کې د یوې بمي چاودنې له امله سخت ټپي شوی وو.

هغه ته ګواښنه شوې، که بېرته هېواد ته ستون شي نو ژوند به یې په خطر کې وي.

ورته مطالب