د ختیځې سیمې خبریالانو احتجاجي پریکون پای ته ورسېد

Image caption درې ورځې مخکې د ختيځې سيمې د ليکوالو او خبريالانو خپلواکې ټولنې ويلي وو چې دوى د ولايتي ادارې د خبرونو له خپرولو سره پريکون اعلان کړی.

د افغانستان د خيتځې سيمې خبريالانو چې درې ورځې مخکې د هغه ولايت د ادارې له خبرونو خپرلو سره کوم پريکون اعلان کړى و هغه يې پاى ته ورساوه.

د خيتځې سيمې د ليکوالو او خبريالانو خپلواکې ټولنې بي بي سي ته ويلي دي چې په راتلونکي کې د دغه راز پېښو د مخنيوي په موخه يو گډ کمېسیون هم جوړ شو.

د ياد شوي بنسټ يوه غړي اصف شينواري وويل، دوى د يوه گډ تړون پر مسوده هم کار کوي چې له مخه به يې چارواکي خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکوي او خبريالان به د مسلکي چلند تر څنگ د هېواد پوځي رازونه نه برسېره کوي.

درې ورځې مخکې د ننگرهار د ختيځې سيمې د ليکوالو او خبريالانو خپلواکې ټولنې ويلي وو چې دوى د ولايتي ادارې د خبرونو له خپرولو سره پريکون اعلان کړی.

خبريالانو ادعا کړې وه چې گواکې ولايتي اداره خپله هم پر وخت معلومات نه ورکوي او نورو ملکي او پوځي بنسټونو ته يې هم د ورته چلند وينا کړې ده، خو تېر ماښام( مې ۲۱ ) دا ستونزه د ولايتي ادارې او خبريالانو په يوه کډه غونډه کې هواره شوه.

د ننگرهار د والي وياند احمد ضيا عبد الزي وويل چې د ورته پېښو د مخنيوي په موخه د خبريالانو او ولايتي ادارې يو داسې گډ کمېسیون جوړ شو چې د ملگرو ملتونو سيمه یيز سياسي دفتر يې هم غړيتوب لري او په وينايي د يوه گډ تړون پر مسوده هم کار کوي.

د خبريالانو په استازيتوب ليکوال او خبريال اصف شينواري چې په دغه غونډه کې يې برخه لرله وويل، دغه تړون چې په نژدې راتلونکي کې به لاسليک شي، له مخه به يې ولايتي چارواکي د افغانستان د قوانينو په رڼا کې خبريالانو ته پر وخت اړين معلومات ورکوي او خبريالان به د مسلکي چلند تر څنگه د هېواد پوځي رازونه نه برسېره کوي.

معلوماتو ته د خبريالانو د نه لاسرسي ستونزه يوازې په ننگرهار کې نه يادېدله، بلکې د افغانستان په بيلو ولايتونو کې خبريالان له دې ستونزې سر ټکوي او رسنيزو ټولنو هم په پرلپسې ډول په دې اړه اندېښنه ښوولې او له حکومتي چارواکو يې سر ټکولى دى.

ورته مطالب