پکتیا کې د حقاني شبکې "دوه مهم قومندانان وژل شوي"

Image caption ایساف خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د واړه قومندانان د حقاني شبکې اړوند وو.

افغانستان کې دېره نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې دوه مهم قوندانان وژلي دي.

په هغه خبر پاڼه کې، چې ایساف نن ( مې ۲۴) لېږلې ایساف ځواکونو ویلي، په زرمت ولسوالۍ کې یې د حقاني شبکې قاري اعظم او مخلص نومي مهم قومندان په هغو پوځي عملیاتو کې وژلي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ تر سره شول.

ایساف خبرپاڼه زیاتوي، چې قاري اعظم د حقاني شبکې د اطلاعاتي مسوول په توګه پکتیا ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد د وسله والو بریدونو د طرح کولو چارې پر مخ بیولې.

خبر پاڼه کې راغلي، چې اعظم سړکونو کې د ماینونو خښولو او چاودیدونکو موادو ځای پر ځای کولو مسوولیت هم پرغاړه درولود او دغه راز یې له خلکو په زوره د پېسو اخسیتو او سړي تښتونې په پېښو کې هم رول درلود.

د ایساف خبر پاڼې له مخې، بل وژل شوي قومندان مخلص د حقاني شبکې له مشرانو سره نژدې اړیکي دلودل او د هغوی لارښوونې یې افغانستان کې په جګړه بوختو وسله والو ته رسولې.

ناټو ځواکونو دا وروستیو کې ویلي وو، چې د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې د برید کونکو له طراحانو یې یو د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ نیولی دی.

هغه برید ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال وشو، چې شپږ برید کوونکو، د کابل ښار د عبدالحق څلور لاري ته څېرمه یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته ننوتل او د امریکا پر سفارت او ناټو د قومندانۍ په ګډون یې پربیلا بیلونورو سیمو و سپکې او درندې ډزي وکړې .

ورته مطالب