د غزني اندړو یوه جومات کې چاودنه شوې

Image caption طالبانو د اندړو او ګیلان ولسوالۍ د پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د تېرې جمعې پر ورځ (مې ۲۴/جوزا 'غبرګولي' ۳) د ماښام ترلمانځه وروسته د اندړو ولسوالۍ په علي جان کلي کې چاودنې وسله وال طالبان او ولسي وګړي وژلي.

د غزني په یوه روغتون کې له چاودنې یوه ژغورل شوي ټپي او عیني شاهد زموږ خبریال اسدالله جلالزي ته ویلي، چې "تېر بېګا اووه طالبان جومات ته راغلل چې یوه بوشکه هم ورسره وه، بوشکه یې د جومات په طاقچه کې کېښوده، تر لمانځه وروسته ځینې کسان ووتل نور د وتلو په حال کې وو، یو طالب بوشکې ته ورغی او ګوتې یې پرې ووهلې، چې له همدې سره چاودنه وشوه".

دغه عیني شاهد وايي، له چاودنې سره سم دی پرځان نه دی پوهېدلی، خو د شپې ناوخته له بې هوښۍ وروسته یې په روغتون کې سترګې وغړولې.

بل خوا د غزني د سولې د عالي شورا منشي خلیل الله هوتک بي بي سي ته وویل، د لومړنیو راپورونو له مخې، په جومات کې دغې چاودنې اته کسان وژلي، چې په وینا یې ټول طالبان دي.

خو ځینې داسې رپوټونه هم شته، چې په چاودنه کې کلیوال او یو ماشوم هم وژل شوي دي.

د ګیلان نښته

هوتک دا هم وايي، چې نن (شنبې,مې ۲۵/جوزا 'غبرګولي' ۴) په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمه ییزو پولیسو ترمنځ نښته روانه ده، چې په وینا یې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان سخي داد وژل شوی او دوه ملګري یې ټپیان دي.

خلیل الله هوتک ادعا کوي، چې په نښته کې شپاړس طالبان هم له منځه تللي او جګړه روانه ده.

طالبانو د اندړو او ګیلان ولسوالۍ د پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب