د آزادې سیالۍ له مخې ولسوالان ټاکل کېږي

Image caption د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو اداره وايي تر ډېره د لسو ناامنو ولايتونو د ۵۰ ولسوالیو څوکۍ آزادې سيالۍ ته ورړاندې کړې دي.

د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو اداره وايي تر ډېره د لسو ناامنو ولايتونو د ۵۰ ولسوالیو څوکۍ آزادې سيالۍ ته ورړاندې کړې دي.

نوموړی بنسټ وايي په دې ترڅ کې به د زده کړو، تجربې او ښې پيژندگلوۍ پر بنسټ وړ ولسوالان غوره شي.

د سيمه یيزو ارگانونو د بنسټ مرستيال فريد ماموندزي دا څرگندونې د افغانستان د مشرانو جرگې د يو شمېر هغو سناتورانو په ځواب کې وکړې چې ويلي يې دي گواکې گڼ ولسوالان نالوستي دي او اړينې وړتياوې نه لري.

خو د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو بنسټ وايي د ښې حکومتولۍ په موخه به د ولسوالانو د گمارنې بهير روان وساتي.

ښاغلي ماموندزي مشرانو جرگې ته وويل اوس يې تر ډېره په ۱۰ نا ارامو ولايتونو کې د ٥٠ ولسوالیو څوکۍ ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي او په پام کې لري چې د اداري سمونونو د جرگگۍ له خوا وړ کسان غوره کړي.

ښاغلي ماموندزي وويل له دې لارې په يادو شويو لسو ولايتونو کې لږ شمېر ولسوالان پر دندو گمارل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې ځیني سناتوران نیوکه کوي چې ځینو ولسوالانو زده کړې نه دي کړي او نه شي کولای چې په خپلو سیمو کې د حکومت ښه استازیتوب وکړي.

د افغانستان له ٣٦٤ ولسواليو څخه تر دې مهاله ١٩١ ولسواليو ته ولسوالان د ازادې سيالۍ په پايله کې غوره شوي او پر دندو گمارل شوي چې د ټولو ولسوالانو ٦٠ سلنه جوړوي.

د نويو ولسولانو له ټاکنې سره به د ازادې سيالۍ په ترڅ کې د غوره شويو ولسوالانو شمير ٢٤١ تنو ته پورته شي.

د افغانستان د سيمه یيزو ارگانونو بنسټ وايي تر دې مهاله د ولسوالانو له ٣٤ مرستيالانو څخه ٣٢ مرستيالان هم د اداري اصلاحاتو له لارې پر دندو گمارل شوي او په وينا يې دا لړۍ لا روانه ده.

ورته مطالب