افغانستان: د نویو رایې پاڼو د وېش لړۍ پیل شوه

Image caption افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال په لومړۍ مياشت کې تر سره کېدونکې دي.

د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د برخې اخيستنې لپاره رايې ورکونکو ته د نويو رايې پاڼو د ويش ۴۱ مرکزونه پرانيستل شول.

پلازمېنه کابل کې درې مرکزونه، په سترو ښارونو کې دوه، دوه او په نورو ولايتونو کې يو، يو مرکز پرانيستل شول.

په پام کې ده چې په راتلونکو دوو مياشتو کې د دغو مرکزونو لمن نورو ښارونو او ولسواليو ته هم وغځول شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون تمه لري چې په دغه پړاو کې به پر څلورو میليونو هغو افغانانو د رايې کارولو کارتونه وويشل شي، چې يا نوي ۱۸ کلن شوي، يا له کډواليه ستانه شوي او يا يې هم د رايې کارولو پخواني کارتونه ورک کړي دي.

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکي کال په لومړۍ مياشت کې تر سره کېدونکې دي.

د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې د گډون لپاره د رايې ورکولو د کارتونو د وېش لپاره په پلازمېنه کابل کې درې مرکزونه، په ننگرهار، هرات ، بلخ او کندهار ولايتونو کې دوه، دوه او په نورو ولايتونو کې يو، يو مرکز پرانيستل شو.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ويندوی نورمحمد نور په خبره:

"د رایې ورکولو د کارتونو د ويش خونې جلا، جلا جوړې شوي، د ښځينه وو لپاره بيلې او د نارينه و لپاره بيلې خونې په پام کې نيول شوي، چې د ښځينه وو په برخه کې ټولې چارې د مېرمنو کارکونکو پر غاړه دي، د هغوى عکسونه هم د ښځو له خوا اخيستل کېږي او د کارټونو د جوړولو او ډکولو ټولې چارې يې هم د هغوى له خوا پر مخ ځي."

دغه مرکز ته يوه سپین سرې مېرمن هم راغلې وه، هغه وايي چې د رايې ورکولو پخوانى کارت يې ورک کړى، نو اوس راغلې چې بيا له سره بل کارت واخلي.

دا رنگه د کارت اخيستونکو په ډله کې ډېر هغه زلميان هم ليدل کېږي چې عمرونه يې نوي ۱۸ کالو ته رسيدلي دي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون له افغان حکومته وغوښتل چې د ټاکنو قانون، چې د ملي شورا له خوا تصويب شوى ژر تر ژره دې توشيح او نافذ کړي چې د هغې په رڼا کې خلک وتوانيږي د خپلې خوښې کانديد ته رايې ورکړي.

خو تر دې وړاندې دغه کمېسيون د دغه هېواد په ځينو برخو کې د امنيتي ستونزو له امله يو لړ اندېښنې په ډاگه کړې وې او داسې يې ويلي وو، تر هغې پورې چې په ځينو نا امنه سيمو کې دوى د امنيتي گواښونو له امله ډادمن نه شي، په وينا يې هلته به د نوم ليکنې لپاره صندوقونه نه ږدي.

که څه هم د دغو اندېښنو د لرې کولو په موخه د کورنيو چارو وزارت دغه کمېسيون ته ډاد ورکړى، خو يو شمېر شنونکي وايي که امنيتي حالت د اوس په شان روان پاتې وي، د دوى په وينا تمه نه کېږي چې دغه ټاکنې دې په راڼه ډول تر سره شي، ځکه وار د مخه طالبانو په ځينو سيمو کې خلکو ته گوت څنډنه کړې چې نه دې د رایې ورکولو کارتونه اخلي او نه دې هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

داسې ويل کېږي چې په ټاکنو کې د رایې ورکونکو لپاره د کارتونو پر وېش نژدې ۲۰ ميلیونه ډالره لگښت راځي او دغه ټاکنې به د ۱۳۹۳ کال د وري په مياشت کې تر سره شي.

ورته مطالب