افغان حکومت سوریې ته د نه ورتلو سپارښتنه کړې

Image caption زموږ هېواد وال دې سوريې ته تر هغه له سفر کولو ډډه وکړي چې په دغه هېواد کې وضعيت ښه کېږي. جانان موسی زی

افغان حکومت ټولو افغانانو ته سپارښتنه کړې چې په سوريه کې د امنيتي ستونزو له امله دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په هغه پسې کوي چې په دغه هېواد کې د ښکېلو غاړو ترمنځ نښتو کې څو اوونۍ وړاندې درې افغانان ووژل شول.

د بهرنيو چازو وزارت د معلوماتو له مخې په سوريه کې له کورنۍ جګړې مخکې شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان دېره وو، چې اوس يې له نيمايي ډېر وتلي دي.

افغان حکومت سوريې ته د افغانانو د نه ورتلو سپارښتنه پر داسې مهال کړې چې په دغه هېواد کې د مېشتو شاوخوا ۳۰۰۰ افغانانو له ډلې نژدې نيمايي يې اوس وتلي دي.

دوه کاله وړاندې چې په سوريه کې جګړه نه وه هر کال به سلګونه افغان شيعه زيارت کوونکي پلازمېنې دمشق ته څېرمه د زينب زيارت ته ورتلل.

دا د حضرت علي بن ابی طالب د لور مقبره ده چې د شيعه مسلمانانو يو له مقدسو ځايونو نه ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسی زي په يوه خبري کنفرانس کې وويل افغانان دې تر هغه چې په سوريه کې وضعيت ښه شوی نه وي هلته له تلو ډډه وکړي، هغه که په هر مقصد وي:

" زموږ هېواد وال دې سوريې ته تر هغه له سفر کولو ډډه وکړي چې په دغه هېواد کې وضعيت ښه کېږي. دغه سفر که په هر نوم وي، که هغه د زيارت کولو په موخه وي او يا د نورو لاملونو له امله وي بايد ترسره نه شي، ځکه وضعيت په سوريه کې ښه نه دی. موږ هېله من يو چې د سوريې جګړه يو سوله ييز حل پيدا کړي."

د بهرنيو چارو وزارت وايي په سوريه کې د جګړو له وېرې وتلي افغانان د سوريې ګاونډيو هېوادونو عراق، لبنان، ترکيې او ايران ته اووښتي دي.

تر اوسه د سوريې په خپلمنځي جګړه کې درې افغانان په پلازمېنه دمشق کې وژل شوي دي.

افغانستان په سوريه کې سفير نه لري او په اردن کې د افغانستان سفارت د کابل او دمشق اړيکې ټينګوي.

ورته مطالب