کندهار کې سلګونه جرېبه کوکنار نه دي اړول شوي

کوکنار
Image caption ملګري ملتونه وايي، د طالبانو تر نفوذ لاندې سوېلي ولایتونو کې ډېر کوکنار کرل شوي.

د سوېلي ولایت کندهار سیمه ییزه اداره وایي، د امکاناتو د نشتوالي له کبله سلګونه جرېبه د کوکنارو کروندې په دغه ولایت کې د اړولو پرته پاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، سږ کال په کندهار کې پر څلور زره هکټار ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې د مرکز له لوري دغه ولایت ته یوازې د ۲۰۰۰ هکټارو د اړولو هدف ورکول شوی و.

د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ ته ورغلم، چې د کوکنارو ډېرې کروندې په کې ليدل کېږي.

په دې ورځو کې په دې سیمه کې د نېش وهلو وخت پای ته رسېدلی دی، خو ځینې کروندګر لاهم پخپلو کروندو کې بوخت لیدل کېږي.

د سیمې اوسېدونکي، په تېره بیا بزګر وايي، شاید داسې ګواښونه ورته مخامخ وي، چې ګني په وینا یې د دوی پر خولو یې له څه ویلو تالۍ لګولې دي.

د کندهار ولایت د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر ګل محمد شکران وايي، که څه هم د فعالیتونو پروړاندې یې لوی ګواښونه شته، خو د پلازمېنې کابل له لوري ورته ټاکل شوي هدف ته نژدې شوي دي.

خنډ او ځنډ

د ملګرو ملتونو سازمان په یوه وروستي راپور کې ویل شوي وو، چې د افغانستان په هغو سوېلي ولایتونو کې، چې تر ډېره طالبان په کې نفوذ لري، په روان کال کې د کوکنارو کرکېله ډېره شوې ده.

خو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې افغان وزارت وايي، چې جنوبي ولایتونو کې د ناامنیو له کبله د کوکنارو د کروندو ویجاړولو کمپاین له خنډ او ځنډ سره مخامخ دی.

د کندهار ولایتي ویاند جاوید فیصل له کوکنارو سره د مبارزې د وزارت له چارواکو د کوکنارو د مبارزې په برخه کې د زړه له کومي د همکارۍ غوښتنه کوي.

ښاغلي فیصل دا هم ویلي، چې د روان کال د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاین پرمهال دوه پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

ورته مطالب