"د ګوانتانامو افغان بندیان دې هېواد ته ستانه شي"

Image caption ولسمشرۍ دفتر خبر پاڼه کاږي، افغان مشرتابه د ګوانتانامو زندان تړلو په اړه د امريکا د ولسمشر هڅو هرکلی کوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا غوښتي چې د ګوانتانامو افغان بنديان دې افغانستان ته ستانه کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ دفتر نه خپرې شوې اعلاميې ويلي افغان مشرتابه د ګوانتانامو زندان تړلو په اړه د امريکا د ولسمشر هڅو هرکلی کوي، چې د خپل هېواد له کانګرېس نه به په کې غواړي، خپلو هېوادونو ته د ګوانتامو بنديانو استولو پر بنديز لرې کولو غور وکړي.

د ګوانتانامو له ۸۶ بنديانو چې لېږدولو يا خوشي کولو لپاره يې سپيناوی شوی، ۵۶ يې يمنيان دي، چې هېواد کې يې لا اوس هم د القاعدې شته والی ځواکمن دی.

۸۰ نور بنديان هم شته، چې تر اوسه له شکونو نه دي رڼه شوي.

د امريکا مخکيني ولسمشر جورج بوش حکومت له لوري چې په ۲۰۰۲ کال کې افغان جګړې بنديانو لپاره د ګوانتانامو زندان جوړ شو.

نژدې ۸۰۰ بنديان له دغه زندان تېر شوي او اوس ټولټال ۱۶۶ بنديان په کې پاتې دي، چې شاوخوا ۹۰ تنه يې يمنيان او يو شمېر يې افغانان هم دي.

ورته مطالب