طالبانو د ننګرهار حصارک له څلورو لارو کلابنده کړې

Image caption سيمه یيزو وگړو ويلي دي چې د لارو په تړلو سره د خوراکي توکيو بيې هم پورته شوې دي.

د خيتځ ننگرهار ولايت سيمه یيز چارواکي وايي چې د حکومت وسلوالو مخالفانو ددغه ولايت حصارک ولسوالي له څلورو لوريو کلابنده کړې ده.

د حصارک ولسوال عبدالخالق بي بي سي ته ويلي چې وسله والو له ولسوالۍ سره د شاوخوا دريو سوو مترو په واټن جگړيزې کرښې راښکلي،او په وينا يې له تيرو دريو ورځو راهيسې خو يې دغې ولسوالۍ ته تلونکي ټولې لارې هم تړلي دي.

د ننگرهار د سرحدي ولسوالۍ حصارک سيميز چارواکي وايي چې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو له څو مياشتو راهيسې ددغې ولسوالۍ ولکه کول غوښتل خو وايي اوس يې د پخوا په پرتله خپلې جگړه یيزې کړنې پراخه کړي او ولسوالي يې کلابنده کړې ده.

د حصارک ولسوال عبدالخالق بي بي سي ته وويل چې وسله والو مخالفانو د ولسوالۍ څلورو خواوو ته د شاوخوا دريو سوو مترو په واټن کې خپلې جگړيزې کرښې راښکلي دي.

د ولسوال وينا ده چې حصارک د کابل، لوگر، او ننگرهار ولايتونو ترمنځ د تړاو سيمې بڼه لرې وايي له همدې کبله په دغه سيمه کې سلگونه افغان او بهرني مخالف وسله وال او ان د يوه گاونډي هيواد د څارگر بنسټ کسان راټول شوي دي، چې په وينا يې په ياده شوې سيمه کې ځانمرگي او وسلوال روزي او بيا يې نورو ولايتونو ته استوي.

د حصارک ولسوالۍ سيمه یيز چارواکي او ولسي خلک وايي چې له تيرو دريو ورځو راهيسې خو وسله والو مخالفانو يادې شوې ولسوالۍ ته ټولې غځيدلې لارې هم په بشپړ ډول تړلي دي.

يوه سيمه یيز کس د خپل نامه د نه څرگندولو په شرط بي بي سي ته وويل چې د وسله والو طالبانو له دغه گام سره د خوراکي توکيو بيې ختلي دي دغه کس دا هم وويل چې د خوراکي توکيو او درملو لسگونه گاډي په خنجر نومي سيمه کې ولاړ او د وسله والو اجازې ته سترگې پر لاره دي.

د حصار ولسوالۍ سيمه یيز چارواکي وايي چې په نژدې تېر مهال کې افغان او بهرنيو ځواکونو ددغې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات تر سره کړي دي، خو په وينا يې ددغې ولسوالۍ د نا امنۍ ستونزه غوڅه نه شوه.

چارواکي وايي که په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو يو کنډک مېشت نه کړل شي، او سيمه یيز پوليس پر دندو ونه گمارل شي، ستونزمنه به وي چې دغه ارزښتناکه سرحدي ولسوالي امن او د حکومت تر بشپړ واک لاندې راشي.

ورته مطالب