کندهار کې لس پولیس وژل شوي

Image caption چارواکې وایي، برید کوونکي له برید وروسته وسلې او یورنجر ګاډی له ځان سره وړي.

د کندهار چارواکي وایي، دوو تنو چې ویل کېږي مېلمانه وو، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې اووه تنه پولیس وژلي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افریدی وایي، برید کوونکي په دې پلمه چې غواړي د پولیسو لیکو کې شامل شي، دغې پوستې ته ورغلي وو.

افریدی وایي، دغو کسانو تېره شپه د ماښامنۍ پرمهال د پولیسو وسلې اخیستې او په پوسته کې اووه سره پولیس یې په ډزو وژلي.

سرچینه وایي، برید کوونکو له برید وروسته وسلې او یورنجر ګاډی له ځان سره وړي.

امنیتي چارواکي وایي چې د دغو کسانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي.

وسله وال طالبان وایي چې دا برید د دوی ملګري کړی دی.

ددغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې یو نفوذي پولیس خپل یوولس تنه ملګري وژلي او وسلې یې له ځان سره وړې.

نژدې یوه نیمه میاشت مخکې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د یوې ورته پېښې په پایله کې درې پولیس وژل شوي وو او څلور نور ټپیان وو.

د وسله والو طالبانو یوه نفوذي کس پر خپلو ملګرو د ټوپک خوله ور اړولې وه او درې ملګري یې وژلي وو او څلور نور یې ټپیان کړي وو.

برید کوونکی په تېښته بریالی شوی و.

سیمه ییز پولیس

بل خوا د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې درې سیمه ییز پولیس د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي.

د کندهار ولایتي ویاند جاوید فیصل ويلي، پېښه په خاکرېز ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د سیمه ییزو پولیسو یو ګاډی پر ماین وخوت.

د تېر ۲۰۱۲ کال د دسمبر پر ۲۴ مه د افغانستان شمالي جوزجان ولایت په کوشتپه ولسوالۍ کې د پولیسو یوه قومندان خپل پنځه سیمه ییز پولیس وژلي وو او برید کوونکی تښتېدلی و.

ورته مطالب