پنجشیر کې طالبانو ډله ییز برید کړی

Image caption پنجشیر د نورو ولایتونو په پرتله نسبتاً ارامه ولایت دی.

د افغانستان په شمالي څنډو کې د پروت ولايت پنجشير چارواکو وايي، د ولایت او امنیه قومندانۍ پر ودانیو د طالبانو د ډله ییز برید په پایله کې اووه برید کوونکي او یو پولیس وژل شوی او څلور نور پولیس ټپیان دي.

د پنجشېر ولایتي ویاند عبدالکبیر واثق بي بي سي ته وویل، اوو برید کوونکو د دغه ولایت پر ځینو حکومتي ودانیو برید وکړ:

"تېره شپه نژدې درې بجې او ۲۰ دقیقې په وسلو اوو تنو سمبالو ځانوژونکو د پنجشیر د ولایت پر ودانۍ برید وکړ".

نوموړی وايي، لومړی یوه برید کوونکي د ولایت په دروازه کې ځان چوولی، او پنځو نورو برید کوونکو ته یې د ولایت او امنیه قومندانۍ ودانیو ته د ننوتلو لاره هواره کړې ده.

نوموړی وايي، چې له برید کوونکو سره په دوه ساعته نښته کې یو پولیس او شپږ برید کوونکي وژل شوي.

واثق مني، چې له سیمې یو برید کوونکی د غره لمنې ته تښتېدلی، چې سهار نژدې اته بجې یې پولیسو لاره ډب کړې او تر کلابندۍ وروسته ځان چوولو ته اړ شوی دی.

د پنجشیر ولایتي ویاند وايي، چې ټولو برید کوونکو د پولیسو جامې اغوستې وې، او له چاودېدونکو توکو په یوه ډک موټر کې له سپکو او درنو وسلو سره راغلي وو.

سرچینه وايي، چې له برید کوونکو په سیمه کې سپکې او درنې وسلې هم پاتې شوې، خو برید کوونکي د ګاډي په چوولو نه دي توانېدلي.

د والي ویاند دا هم وايي، چې د پېښې په اړه پلټنه پیل شوې ده، چې ایا دغه کسان له کومې لارې پنجشیر ولایت ته ننوتي دي.

نوموړی وايي، چې د برید کوونکو او امنیتي کسانو ترمنځ په نښته کې د ولایت ودانۍ سخته زیانمنه شوې او سوځېدلې ده، خو بیا وروسته یې اور مهار شوی دی.

سیمې ته د اور وژنې مامورین ‎رسېدلي دي.

پنجشير هغه ولايت دى چې د مساپرو د ورتگ پر مهال نه يوازې له هغوى نه کلکې پوښتنې گرويږنې کېږي، بلکې د هغوى نه د سفر د موخو په اړه هم پلټنې روانې وي.

دا چې دغه بريدگر څنگه توانېدلي چې د دومره زياتو وسلو او مهماتو سره يو ځاى هغه ولايت ته ور د ننه شي، چارواکي يې په ځواب کې وايي چې دغو بريدگرو ځان هغوى ته افغان ځواکونه ورپېژندلي، نو ځکه په دغه کار توانېدلي دي.

طالبان

بله غاړه طالبانو ادعا کړې چې په دغو بريدونو کې يې حکومتي غاړې ته زياته مرگ ژوبله اړولې او په جگړه کې يې د خپلو اتو تنو جنگياليو د برخې اخيستنې پخلى کړى.

د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته د یوه برېښنالیک په مټ ادعا کړې، چې په برید کې یې اته پیره داران وژلي او د ولایت ودانۍ یې سېځلې ده.

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر پر ۱۵ هم طالبانو د دغه ولایت پنجشېر د ولایتي بیارغاونې ډلې پر دفتر ډله ییز برید کې کړی و، چې لږترلږه څلور برید کوونکي او یو ولسي وګړی یې وژلي وو، یو ساتونکی او بل قراردادي ټپیان شوي وو.

پنجشېر ولایت یو له هغو اوو سیمو دی، چې په ۲۰۱۱ کال کې یې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته په لومړي پړاو کې امنيتي چارې سپارل شوې وې.

ورته مطالب