پنجوايي ته د سلګونو وسله والو د ورتګ ادعا شوې

Image caption پنجوايي د کندهار ښار سویل لورته په ۴۰ کیلو مترې کې پرته ولسوالۍ ده.

کندهار کې د پنجوايي ولسوالۍ چارواکي وايي، له پاکستانه سلګونه طالبان د جګړې لپاره دغې ولسوالې ته ورغلي دي.

ولسوال فضل محمد اسحاقزي یوې خبرې غوندې ته وویل، ورغلي طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې له لورې روزل شوي دي، هغه ادعا چې تر دې مخکې هم افغان چارواکو کړې او پاکستاني مقاماتو رد کړې ده.

ښاغلي اسحاقزي ویل چې پنجوايي ته د ورغلو طالبانو شمېره له ۳۰۰ اوړي او په خبره یې چې د پنجوايي له ناآمنه کولو پرته بل هدف نه لري.

د پنجوايي ولسوال زیاته کړه چې اوس مهال افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد په یوازې سر عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې د ده په خبره لسګونه طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

نوموړی افغان ځواکونو ته هم د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره نه ردوي او وايي د افغان ځواکونو تر نیمايي ډېر تلفات له هغو ماینونو دي چې دوی یې د امکاناتو د نشتوالي له امله له کاره نه شي ایستلای.

د پنجوايي امنیې قوماندان سلطان محمد خبریالانو ته وویل اکثره ورغلي طالبان تنکي ځوانان دي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره اوونۍ له پنجوايي ولسوالۍ نه ۱۰۰۰ تنه بهرني پوځیان ووتل او له خپلو پوځې آډو یې امنیتې بالونونه هم یوړل.

پنجوايي د کندهار ښار سویل لورته په ۴۰ کیلو مترې کې پرته ولسوالۍ ده چې له ژړۍ، ميوند او ډنډ ولسواليو سره ګډي پولي لري.

ورته مطالب