برتانیا د لسګونو افغانانو توقیف تایید کړ

Image caption کمپ بسټین د افغانستان هلمند ولایت کې د برتانیا تر ټولو لویه پوځي اډه ده.

د برتانیا د دفاع وزیر فلیپ هاموند منلې، چې ځواکونو یې افغانستان کې له ۸۰ تر ۹۰ کسان په یوه توقیف ځای کې ساتلي دي.

برتانوي وکیلان وايي له دې کسانو اته یې، چې د دوی موکلین دي، تر ۱۴ میاشتو پورې له تور لګېدو پرته په توقیف کې ساتل شوي.

دوی د برتانیا له سترې محکمې غواړي، چې دغه کسان خوشي کړي.

برتانوي ځواکونه، چې افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک ایساف د یوې برخې په توګه کار کوي، اجازه لري، چې شکمن کسان تر ۹۶ ساعتونو پورې توقیف کې وساتي.

خو د بنسټیزو استخباراتي معلوماتو تر لاسه کولو او یا ژوند ته پېښو خطرونو ته د پام په څېر استثنايي حالتونو کې دوی کولای شي، شکمن کسان د زیات ځنډ لپاره توقیف کې وساتي.

خو د ښاغلي هاموند په وینا د دې کسانو خوشي کول به برتانوي ځواکونه له ګواښ سره مخامخ کړي.

په نیول شویو کې د اتو تنو بندیانو مدافع وکیلانو ویلي، د دوی موکلین د دغې پوځي اډې په یوه پټه ودانۍ کې له کابو ۱۴ میاشتو راهیسې ساتل شوي دي.

دوی په لندن کې سترې محکمې ته غوښتنلیکونه سپارلي، چې معلومه کړي دا بندونه قانوني دي که نه.

د برتانیا د دفاع وزارت وايي، دا بندونه د ملګرو ملتونو لخوا د نړیوالو ځواکونو د ماموریت لپاره قانوني دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، پر ډېری دغو بندیانو شک کېږي، چې برتانوي پوځیان یې وژلي او یا یې په بمي بریدونو کې برخه اخېستې ده.

برتانوي وکیلان وايي له دې کسانو اته یې، چې د دوی موکلین دي، تر ۱۴ میاشتو پورې له تور لګېدو پرته په توقیف کې ساتل شوي.

دوی د برتانیا له سترې محکمې غواړي، چې دغه کسان خوشي کړي. بل لور ته دفاع وزارت ویلي، افغانستان کې دغو نیونو د بین المللي اختیار له مخې قانوني بڼه درلوده.

د هغو قانوني اسنادو له مخې، چې بي بي سي موندلي، اټکل شوی، چې لږ تر لږه ۸۵ شکمن کسان د دغې اډې په یوه موقت توقیف ځای کې ساتل شوي.

له دې مخکې د دفاع وزارت ويلي و، چې ایساف افغانستان کې نه خو د شکمنو کسانو د توقیف کولو واک لري او نه هم اسانتیاوې.

Image caption د اتو بندیانو برتانوي مدافع وکیلان وايي، د دوی موکلین د کندهار او هلمند له کلیو د چاپو پر مهال نیول شوي.

خو له هغه وروسته برتانوي ځواکونه نه شي کولای، دغه شکمن کسان افغان چارواکو ته وسپاري، چې د افغان چارواکو له لوري، د بندیانو د شکنجه کولو له وېرې، د دفاع وزیر فلیپ هاموند تېر نومبر کې افغان ځواکونو ته د بندیانو پر سپارلو بندیز ولګاوه.

د اتو بندیانو برتانوي مدافع وکیلان وايي، د دوی موکلین د کندهار او هلمند له کلیو د چاپو پر مهال نیول شوي او پرته له دې چې تور پرې ولګول شي، له اتو تر ۱۴ میاشتو پورې توقیف کې ساتل شوي دي.

دوی ادعا کړې، چې تر دومره مودې حبس کې د شکمنو ساتل نامشروع دي.

دغو وکیلانو د برتانیا له دفاع وزارته غوښتي، چې سملاسي دغه کسان خوشي کړي، ځکه د دوی په وینا د برتانیا پوځ حق نه لري، چې دغه کسان پرله پسې توقیف کې وساتي.

کمپ بسټین د افغانستان هلمند ولایت کې د برتانیا تر ټولو لویه پوځي اډه ده.

ورته مطالب