کابل کې د ایران د 'کلتوري لاسوهنو' ضد لاریون وشو

د نن لاریون
Image caption لاريونیانو د حکومت د ننه د هغو کسانو د ګوښه کېدو غوښتنه کوله، چې د بهرنیانو لپاره کار کوي.

په کابل کې د مدني ټولنو شاوخوا ۳۰۰ فعالانو د ايران، پاکستان او په حکومت دننه د هغو کړيو او افرادو پر ضد نارې وهلې چې د دوی په اند د ايران د ګټو ساتلو لپاره کار کوي.

لاريونيانو په افغانستان کې د پوهنتون او دانشګاه د نوم په سر د تازه ناندريو راټوکېدل د هغو کسانو کار بولي چې په خبره يې ايران ته کار کوي.

دوی دغه راز تېر کال د افغانستان د علومو او اکاډمۍ د څو کاروونکو لرې کېدل د ايران د استخباراتي کړۍ په اشارې وبلل.

د لاريون ګډونوالو پر افغان حکومت غږ وکړ چې د ايران دپلوماتيک دفترونه له افغانستان نه وباسي او په حکومت کې دننه د هغو کسانو لاسونه لنډ کړي چې په وينا يې د پرديو لپاره کار کوي.

لاريونيانو د ايراني مشرانو او د هغو افغانانو تصويرونه له ځانه سره لېږدول، چې په خبره يې په افغانستان کې د ايران په اشارې افغانان پخپلو کې سره وېشي.

د لاريون ګډونوالو پر افغان حکومت غږ وکړ چې له ولسي جرګې او نورو حکومتي ادارو د هغو کسانو ټغر ور ټول کړي چې د افغانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ تخم کري.

دوی ويل که غوښتنې يې ونه منل شي د خپلو لاريونونو لمن به د هېواد نورو سيمو ته هم وغځوي.

دغه شاوخوا يو ساعته لاريون د کابل د نوي ښار له پارک نه پيل او د ايران سفارت مخې ته پای ته ورسېد.

ورته مطالب