افغان پوځ ته ورکړل شوې ۱۶ الوتکې له کاره لوېدلې

Image caption د امریکا له خوا افغان پوځ ته ورکړل شوې ۱۶ الوتکې له کاره لوېدلې دي.

د امریکا له خوا افغان پوځ ته ورکړل شوې ۱۶ الوتکې له کاره لوېدلې دي.

د بي بي سي د یوه څېړنیز رپوټ پر بنسټ، افغان دولت دغه الوتکې له دې امله نورې نه کاروي، چې له ځایه زړې دي او د دوی کار وړ نه دي.

دغه له کاره لوېدلې الوتکې سي ۲۷ نومېږي او افغانستان ته د دغو الوتکو د مرستې پر پروژې شپږ سوه میلیونه امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.

د افغانستان د هوايي پوځ په تجهیز او روزنیزو چارو کې څومره پرمختګ شوی دی؟

په کابل کې زموږ همکار ګلستان شینواری د دغې پوښتنې د ځواب په لټه د افغانستان د هوايي پوځ دوو اډو ته ورغلی او دا رپوټ یې چمتو کړی.

د کابل په پوځي ډګر کې یو مهال په پخواني شوروي اتحاد کې جوړو شویو لسګونو ډولو الوتکو الوتنې او ناستې کولې. اوس له تېرو څو کلونو راهیسې دغه ډګر د لوېدیزو پوځي الوتکو کوربه دی.

په دوی کې د ایټالیا ساخت سي ۲۷ الوتکې هم شاملې دي، چې یوازې له یوه کال الوتنو وروسته له کاره ولوېدې او اوس بې کاره زړې اوسپنې ګڼل کېږي.

افغان چارواکي وايي، له امریکایانو یې غوښتي، چې دغه الوتکې بیرته له افغانستانه وباسي، چې هوايي ډکر یې خالي شي.

د افغانستان لپاره د دغو الوتکو په پېرلو شپږ سوه میلیونه ډالر لګښت راغلی، چې د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال وهاب وردګ وايي، د پېرلو پر مهال یې له افغان پوځ سره هېڅ مشوره نه وه شوې.

د الینا په نامه له یوه ایټالوي شرکت سره تړون شوی و، چې افغان پوځ په دغو الوتکو تجهیز کړي. دغه شرکت د ۲۰ سي ۲۷ الوتکو له ډلې ۱۶ افغانستان ته رالېږدولې او ټاکل شوې وه، چې څلور نورې د روان کال تر نیمايي پورې راوړي، خو امریکايي پوځ د دغه تړون د فسخه کولو اعلان وکړ.

ګرانه بیه الوت

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان وايي، د دغو الوتکو په یوه ساعت الوتنه پنځه زره امریکايي ډالره لګښت راته.

اوسمهال د افغانستان پوځ د پرسونل د لېږد لپاره له کوچنیو الوتکو کار اخلي چې د اتو کسانو د لېږد وړتیا لري. دغه الوتکې چې سي ۲۰۸ نومېږي، شمېر یې ۲۶ ته رسي.

دغه الوتکې له اره د روزنیزو چارو په موخه د لنډ واټن الوتنو لپاره جوړې شوې، خو د لویو الوتکو د نشتون له کبله ورڅخه د لرې واټن د انتقالي الوتنو لپاره کار اخېستل کېږي.

په همدغسې یوه الوتکه کې موږ په شینډنډ هوايي ډګر کې د افغان پیلوټانو روزنیز مرکز ته سفر وکړ.

Image caption اوسمهال د پرسونل د لېږد لپاره له کوچنیو الوتکو کار اخیستل کېږي.

دغه الوتکه له کابله تر شینډنډه په کابو دریو ساعتونو کې ورسېده، چې په عادي الوتکو کې شاوخوا یو نیم ساعت لار ده. د اکسیجن د کمېدو له کبله دې الوتکې په ټېټه ارتفاع کې الوتنه کوله. د وزن له پلوه هم دا الوتکې سپکې دي، چې د هوا د جریان له کبله یې ټکانونه خوړل. افغان پیلوټان وايي، په لرې واټن الوتنو کې له دې الوتکې پرته بل انتخاب نه لري.

د غټو ترانسپورتي الوتکو د نشتون له کبله افغان سرتېري د هېواد په لرې پرتو سیمو کې په میاشتو میاشتو دېره وي او د خپلو کورنیو د لیدو کومه اسانه لار نه لري.

د افغان پوځ یوه افسر د نوم د نه ښوولو په شرط وویل، د سرتېرو لپاره ځمکنۍ لارې له ګواښونو ډکې دي او د هوا له لارې کافي امکانات نه شته.

د ده په وینا له همدې کبله ډېر سرتېري او افسران په میاشتو میاشتو او ان کلونو خپلو کورونو ته نه شي تلای.

د شینډنډ د هوايي ډګر مرستیال قوماندان صالح محمد هم دغه ستونزه مني. نوموړی وايي، د ځواکونو د لېږد لپاره ډېری وختونه له ملکي الوتکو کار اخلي، چې په وینا یې دا کار ورته ډېر ګران پرېوځي.

روسۍ چورلکې

روسي چورلکې په افغانستان کې د لېږد داسې وسیلې دي، چې افغان پوځیان ورسره له کلونو کلونو بلد دي.

دغو چورلکو له کلونو کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه او سوله تجربه کړې او د دوی له ډلې سلګونه چورلکې د شوروي ضد او کورنیو جګړو پر مهال له منځه تللې دي. د قدرت الله په نامه یو افغان پیلوټ وايي، د افغانستان هوايي ځواکونه له دغو چورلکو سره بلد دي او د دغه هېواد په جغرافیه کې تجربه شوې دي.

افغانستان په پام کې لري، چې خپل هوايي ځواکونه د ترانسپورتي الوتکو او د هغوی لپاره د پیلوټانو د روزلو له پلوه تر ۲۰۱۴ کاله۷۰ سلنه بشپړ کړي. تر دې وړاندې به پیلوټان امریکا ته استول کېدل چې ډېر لګښت پرې راته.

Image caption په امریکا کې پر یوه پیلوټ یو میلیون او دوه سوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي. د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال وهاب وردګ

د هوايي ځواکونو قوماندان جنرال وهاب وردګ وايي، په امریکا کې پر یوه پیلوټ یو میلیون او دوه سوه زره امریکايي ډالره لګښت راځي.

په شینډنډ هوايي ډګر کې لومړی د پیلوټۍ زده کوونکو ته انګلیسي ژبه ورښوول کېږي او بیا په مسلکي زده کړو پیل کوي. د شینډنډ هوايي تعلیمي مرکز مرستیال صالح محمد وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې تر سلو ډېر کسان په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.

ښځینه پیلوټانې

اوسمهال یو شمېر افغانې نجونې هم د افغانستان په هوايي پوځ کې د پیلوټۍ زده کړې کوي. له همدې ډلې یوه زده کوونکې وايي، ډېره خوښه ده چې د خپلې خوښې مسلک کې روزنه تر لاسه کوي.

"زما نوم صفیه فېروزي دی. یو کال کېږي، چې هوايي ځواکونو ته راغلې یم. له هوايي ځواک سره مې ډېره لېوالتیا لرله او غوښتل مې چې پیلوټه شم. په افغانستان کې په تېرو ډېرو کلونو کې جنګ و، چې له کبله یې مېرمنو نشو کولای چې درس ووايي یا ان له خپله کوره راووځي. دا ډېر د نېکمرغۍ ځای دی، چې موږ کولا شو په افغانستان کې پیلوټانې شو او نورې افغان نجونې هم کولای شي، چې پیلوټانې شي."

په اتیایمه لسیزه کې شورویانو دغې برخې ته ډېر پرمختګ ورکړ. د جنګي الوتکو شمېر یې کابو درې سوو ته ورساوه. په دې کې ۴۵ مېګ ۲۱ ښکاري جنګي الوتکې هم شاملې وې. همداراز په دوی کې ۶۰ پرمختللې بم غورځوونکې جنګي الوتکې وې.

پر دې سربېره د ۱۵۰ په شاوخوا کې مي ۱۷ او مي پنځه ۳۵ چورلکې هم افغانستان ته ورکړل شوې وې. همدراز څلوېښت نورې ترانسپورتي پوځي الوتکې او د انتونوف یو شمېر ډولونه هم د افغان پوځ په واک کې وو. د افغان پیلوټانو بهرني روزونکي وايي، د دوی پر پرمختګ خوښ دي.

یو شمېر افغان پیلوټان چې په امریکا کې یې په دغه مسلک کې زده کړې کړي، پخپله هم الوتنې کوي او له نورو پیلوټانو سره هم مرستې کوي. له افغان پیلوټانو سره د الوتنې پر مهال یو تن امریکايي مشاور هم سفر کوي.

Image caption یو شمېر افغانې نجونې هم د هوايي ځواک اړوند زده کړې کوي.

خو له دې سره سره د افغانستان د هوايي ځواک دفاعي برخه تر اوسه فلج ده. دغه ځواکونه تر اوسه جېټ الوتکې، د رادار او دافع هوا سېستم نه لري.

کارپوهان پر دې باور دي، چې له ۱۳۶۷ تر ۱۳۶۹ کاله افغانستان د سیمې په کچه ښه هوايي پوځ درلود. دا چې هغه مهال افغانستان څومره پوځي الوتکې درلودې، په دې اړه کره شمېرې نه لرو، خو د یوه ډنمارک مېشتي افغان کارپوه محمد بیروني د شمېرنو له مخې افغان هوايي پوځ هغه مهال تر پنځو سوو ډېرې الوتکې درلودې.

اوسمهال د افغانستان د جګړه ځپلي هوايي ځواک په پښو درولو په اړه خبرې روانې دي. څو ورځې د مخه افغان دولت د پنځو انتونوف الوتکو د پېرلو لپاره له خپلې داخلي بودیجې سل میلیونه ډالر ځانګړي کړل.

د راپورونو له مخې، افغانستان له هنده په تازه غوښتنو کې د هوايي ځواک د رغولو په برخه کې هم مرسته غوښتې، چې ګومان کېږي د ان ۳۲ په نامه د روسي الوتکو غوښتنه هم په کې شامله ده.

د جون میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ناټو د وزیرانو په غونډه کې به له افغان هوايي ځواکونو سره د راتلونکو مرستو په اړه هم پرېکړه وشي.

له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره د افغانستان یو مهم شرط دا دی، چې امریکا د دغه هېواد هوايي ځواکونه سمبال کړي.

افغان چارواکي وايي، امریکا ورسره ژمنه کړې، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به څلور ترانسپورتي الوتکې ورکړي.

ورته مطالب