"له شپږ ميليونه ډېر افغان ماشومان ښوونځي ته نه ځي"

Image caption درانه کارونه، جنسي تېري، قاچاق، زده کړو او روغتيا ته نه لاسرسی او په نشه يي توکو روږدي کېدل هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګروان دي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي له شپږ ميليونه زيات افغان ماشومان ښوونځي ته نه ځي او له روغتيايي اسانتياو بې برخې دي.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په نشه يي توکو د شاوخوا ۱۰۰زره ماشومانو روږدي کېدو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې ده.

بل لور ته له ماشومانو د ملاتړ ادارې يونسيف په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ماشومانو خونديتوب ته پام وکړي.

دوی وايي هره ورځ په افغانستان کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي. دغه شمېرې د ماشومانو د نړېوالې ورځې په ياد دغو دوو ادارو ورکړي دي.

د ماشومانو په نړېواله ورځ د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت اعلان وکړ چې شاوخوا شپږ نيم ميليونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي.

درانه کارونه، جنسي تېري، قاچاق، زده کړو او روغتيا ته نه لاسرسی او په نشه يي توکو روږدي کېدل هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګروان دي.

جګړې او فقر په ماشومانو دغه حالت راوستی دی.

د کار او ټولنيزو چارو وزیره امنه افضلي وايي له ماشومانو د ملاتړ هڅې يې پراخې کړي او له نورو بنسټونو سره په ګډه يې له ۴۰۰زره نه زياتو ماشومانو سره مرستې کوي:

"مرستندویه مؤسسو درې سوه ، نهه ویشت زره او څلور څلوېښت ماشومانو سره مرسته کړې، دغه راز درویشت زره او دوه سوه اویا هغو کوچنیانو ته چې کار کوي د چټکو زده کړو چانس برابر شوی، دوه سوه او نهه پنځوس ماشومان او میرمنې چې د قاچاق له امله یې زیان لیدلی و، بېرته خپلو کورنیو سره یو ځای کړل شوي ، د دې ټولو ماشومانو شمېر چې مرسته ورسره شوې څلور سوه اوه وېشت زره او نهه اویا تنه دي."

خو د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په هېواد کې د ماشومانو وضعيت د اندېښنې وړ بولي.

د دغه کمېسيون د ماشومانو د ملاتړ د برخې مسوول نجيب الله ځدراڼ ببرک وايي همدا اوس په ټول افغانستان کې شاوخوا ۷۰زره ماشومانو په شاقه کارونو بوخت دي.

ده په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو ماشومانو په اړه اندېښنه وښوده چې په خبره يې شمېر يې لسګونه زرو ته رسېږي:

خو له دې سره سره شاوخوا لس ميليونه ماشومان چې نژدې پنځه ميليونه يې نجونې دي په زده کړو بوخت دي.

پر همدې مهال له ماشومانو د ملاتړ ادارې يونسيف په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د جګړې پر مهال د ماشومانو خونديتوب ته پام وکړي.

دوی وايي هره ورځ په افغانستان کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د جون لومړۍ له تېرو نژدې ۹۰ کلونو راپدېخوا هر کال په نړېواله کچه د ماشومانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ورته مطالب