پر عایداتو د مالیاتو قانون ۱۰۲ ماده تعدیل شوه

Image caption افغان چارواکي وايي پر عایداتو د مالیاتو کچه د اداري اصلاحاتو او د خلکو د خبرولو په پایله کې لوړه شوې.

ولسي جرګې د رایو په اکثریت پر عایداتو د مالیاتو د قانون ۱۰۲ ماده تعدیل کړه.

د دې تعدیل له مخې هغه حکمي اشخاص چې د مالیې په ورکړه کې ناغېړي کوي هره ورځ باید سل افغانۍ او حقیقي اشخاص باید هره ورځ ۳۰ افغانۍ حکومت ته ورکړي.

له دې وړاندې حکمي شخص مکلف و چې د مالیې په ورکړه کې د ناغېړۍ په صورت کې هره ورځ سل افغانۍ او حقیقي شخص هره ورځ ۵۰۰ افغانۍ ورکړي.

د همدې قانون د ۱۰۲ مادې د لومړۍ فقرې د تعدیل له مخې هغه حکمي اشخاص چې د وروستي مالي کال د دریمې میاشتې تر پایه د موجه دلایلو پرته خپل مالیاتي اظهار لیک اړوند مرجع ته وړاندې نه کړي، مکلف دي چې د رخصتیو له ورځو پرته هره ورځ سل افغانۍ اوحقیقي اشخاص مکلف دي چې هره ورځ ۳۰ افغانۍ حکومت ته تحویل کړي.

د مالیې وزارت د یادې شوې مادې د تعدیل طرحه وړاندې کړې وه خو د دې جرګې مالي کمیسیون په دې ماده کې وروستی تعدیل رامنځ ته کړ.

ولسي جرګې پر عایداتو د مالیاتو د قانون د ۱۰۲ مادې دویمه فقره هم تعدیل کړه چې له مخې به یې د مالیاتي اظهار لیک په وړاندې کولو کې ناغېړي کوونکي لومړی حقوقو ریاست او بیا څارنوالۍ ته معرفي کېږي.

افغان چارواکي وايي پر عایداتو د مالیاتو کچه د اداري اصلاحاتو او د خلکو د خبرولو په پایله کې لوړه شوې.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال شاوخوا دوه ملیارده ډالر عواید تر لاسه شوي چې د تېرو څو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه لوړ والی ښيي.

ورته مطالب