هرات کې د جنسي تېري قرباني شوې نجلۍ مړه شوې

هرات
Image caption پېښه د هرات اوبې ولسوالۍ کې شوې ده.

د هرات په اوبې ولسوالۍ کې یوه دوه کلنه نجلۍ د جنسي تېري له امله مړه شوې.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالرؤف احمدي وایي، د پېښې عامل نیول شوی او ډېر ژر به عدلي او قضایي څانګو ته وسپارل شي.

د اوبې ولسوال عصمت الله دانشیار وایي پېښه د اوبې ولسوالۍ په یوه کلي کې پرون له غرمې وروسته شوې.

نوموړی وایي پر دغه دوه کلنې نجلۍ د هغې یوه ۲۲ کلن ګاونډي جنسي تېری کړی دی.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر هم دغه پېښه په کلکه غندلې او له چارواکو یې غوښتي چې د دې ډول پېښو عاملینو ته د قانون له مخې سزا ورکړي.

پر دوه کلنې نجلۍ جنسي تېری د اوبې ولسوالۍ د چنارانو په کلي کې شوی.

سیمه ییز چارواکي وایي د دغه جنسي تېري عامل چې ۲۵ کلن او د همدې کلي اوسېدوکی دی ډېر ژر د سیمې د اوسېدونکو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته نیول شوی دی.

د اوبی ولسوال عصمت الله دانشیار یې په اړه وايي:

''ماشومه دوه کلنه وه، او د کوڅې له منځه یې وړې او بیا یې د غنمو په منځ دغه عمل ورسره کړی دی. فکر کوم، چې د همدغه کار له امله مړه شوې. تېری کوونکی کس بیا له هغه ځای یو بل ځای ته تللی و او هلته یې ځان پټ کړی و، له هغې وروسته بیا نیول شوی دی''.

ښاغلی دانشیار وایی نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی د دوه کلنې نجلۍ مړی هم موندل شوی دی.

نوموړی وایي ډېر ژر به د دغی پېښې عامل عدلي او قضایي څانګو ته وسپارل شي.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر هم دغه پېښه لوی جنایت بللی.

په هرات کې د نوموړې ادارې مشر سید عبدالقادر رحیمي د قانون له مخې د دغه ډول پېښو عاملینو ته د سزا په ورکولو ټینګار کړی:

لوی جنایت

''د افغانستان د بشري حقونود کمیسیون له نظره دغه پېښه د زیانمنوونکو ماشومانو او په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو پر وړاندې، چې جنسي تېری پرې کېږي، یو لوی جنایت دی. دا د ماشومانو پر وړاندې سخت زور زیاتی دی. هغه کسان، چې دغه ډول جنایتونه کوي، د کمیسیون له نظره باید مجازات شي او قانون باید پرې په دقیق ډول پلی شي''.

تر دې وړاندې هم د ښځو او ماشومانو او زیان منونکو کسانو پر وړاندې د تاوتریخوالو د ځینو پېښو په تړاو نوموړی دفتر اندېښنه ښيي او د افغانستان له دولته یې غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي او د هغو عاملینو ته د سزا د ورکولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

ورته مطالب