د کابل ښار کوڅو او سړکونو ته نوې پتې

Image caption شاید د هېواد هر هغه وګړی، چې کابل کې د مشخصې پتې په موندلو پسې ګرځېدلی وي، د دقیقې پتې د نشتوالي له کبله له لوی سرخوږي سره مخامخ شوی وي.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د کابل ټولو کوڅو او ښاري سړکونو ته نوې پتې ټاکي.

کابل د نړۍ یو له هغو پېچلو ښارونو دی، چې د یوې دقیقې او مشخصې پتې موندل په کې ډېر ګران دي.

د مخابراتو وزارت وايي، د دغې پروژې مالي لګښت کابو شل میلیون ډالر اټکل شوی، چې د وزیرانو شورا تر فیصلې او هوکړې وروسته به یې بودیجه راوایستل شي.

د اړوندو چارواکو په وینا، دا پروژه پر دوو ډولونو وېشل کېږي، چې یوه یې د کابل دودیزه برخه ده، چې د کورونو، کوڅو، او سړکونو شمېرې او نومونه په کې راځي، خو دویمه هغه یې بیا برېښنايي نقشې دي.

شاید د هېواد هر هغه وګړی، چې کابل کې د مشخصې پتې په موندلو پسې ګرځېدلی وي، د دقیقې پتې د نشتوالي له کبله له لوی سرخوږي سره مخامخ شوی وي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی له همدې ستونزې سر ټکوي:

نړیوال معیارونه

''زموږ په کوڅه یا د کور پر سر کومه مشخصه پته یا لوحه نه شته، پته یې یواز د قلعه فتح الله څلورم سړک دی، خو کله چې څوک دلته راشي، بیا هم زموږ کور نه شي موندلی، اړ کېږو، چې د تیلې فون په مټ یې تر خپل کور پورې راولو''.

د مخابراتو وزارت وايي، تر کابل وروسته د کوڅو او سړکونو د پتو ټاکلو لړۍ به د هېواد نورو ولایتونو او لویو ښارونو ته هم وغځوله شي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا دا پروژه به څومره وخت واخلي، د دې پوښتنې ځواب د مخابراتو وزارت او کابل ښاروالۍ په وینا، د پروژې بشپړېدل شاید یو کال وخت ونیسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین له کابل ښاروالۍ سره د دغې پروژې په تړاو د تړون د لاسلیکولو پرمهال هیله وښوده، چې دا پروژه به پر نړیوالو معیارونو برابره وي:

''البته دغه پروژه دوې برخې لري، یو یې عنعنوي سیستم دی، چې د نړۍ په ټولو ښارونو کې معمول دی، چې لوحه نصبېږي، او دویمه برخه یې الکترونیکي نقشه ده، تاسو ته معلومه ده، چې اوس یو څوک د یوه ښار نقشه پخپل کمپیوټر یا موبایل کې لري، موږ اړ یو، چې د کابل نقشه هم په دې سیستم چمتو کړو''.

Image caption د کابل او ځینو نورو ولایتونو د ګوتو په شمار ځینو کورونو له مشخصو پتو پرته نورې هېڅ دقیقې او مشخصې پتې نه شته.

د ځینو رپوټونو له مخې، د کابل ښار نژدې ۸۰ سلنه کورونه په ناقانونه توګه او له ښاري ماسټر پلان پرته جوړ شوي، چې د مشخصې پتې موندل په کې ډېر ګران کار دی.

د کابل په ګډون د افغانستان ګڼ ښارونه د مشخصو پتو د نشتوالي له کبله د پوستي پتو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.

د دې پروژې د پلی کولو بودیجه له ملي بودیجې ورکول کېږي.

د کابل او ځینو نورو ولایتونو د ګوتو په شمار ځینو کورونو له مشخصو پتو پرته نورې هېڅ دقیقې او مشخصې پتې نه شته.

که څه هم د افغانستان لویو ښارونو، په تېره بیا کابل نقشه د ګوګل مپ Google map سیستم ته داخله شوې ده، خو دا مهال د ډېرو مشهورو سیمو برخه ګرځېدلې دي، لکه د کابل نوي ښار پارک، څلوېښت متره سړک او یا قلعه فتح الله یا تایمني.

ورته مطالب