افغانستان منځنۍ اسيا له لارې دريمه ترانزيتي لار پرانيزي

Image caption افغان سوداګرو هم د دريمې ترانزيتي لارې د جوړېدو په اړه د خوښۍ څرګندونه کوي.

افغان حکومت ويلي د منځنۍ اسيا د هېوادونو له لوري نړۍ ته دريمه ترانزيتي لاره پرانيزي.

په پام کې ده دا لاره له افغانستانه پيل او د منځنۍ اسيا له يو شمېر هېوادونو تر تېرېدو وروسته د ترکيې له کړکۍ اروپا او نورې نړۍ سره وتړل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي په دې برخه کې له هغو هېوادونو سره يوې هوکړې ته رسېدلي چې د دغې ترانزيتي لارې په اوږدو کې پراته دي.

دا چې افغانستان په ختیځ کې پاکستان او د لوېديځ لوري ايران ته غځېدلې ترانزيتي لارې لري، افغان حکومت د شمال نوې ترانزيتي لارې ته د دريمې لارې نوم ورکړى دى.

په پام کې ده دا لاره د افغانستان له شماله د ترکمنستان، اذربايجان، ګرجستان، او ترکيې په لوري وغځول شي چې د چارواکو په وينا د ترکيې له کړۍ نه به له اروپا او ټولې نړۍ سره وتړل شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې په دې برخه کې له يادو شويو هېوادونو سره يوې هوکړې ته رسېدلي دي.

ښاغلي موسى زي وويل د دې پروژې په بشپړتيا سره به د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکي پياوړي شي او يوه سيمه یيزه هم اندي به رامنځ شي.

"د دغې ترانزيتي لارې په بشپړتيا سره به افغانستان بهر ته يوه بله دريمه ترانزيتي لاره هم پيدا کړي، په دې سره به د هغو هېوادونو د وګړو ترمنځ اړيکي لاپسې ټينګ شي چې د شمال د ترانزيتي لارې په اوږدو کې راځي،همدا راز د به د دغو هېوادونو تر منځ د سوداګريو او پانګونو د پياوړتيا لامل وګرځي. همدا راز د سيميزي هم اندۍ لامل به وګرځي ،چې دا په سيمه کې د افغانستان د کره ځاى د ټاکلو د اوږمهالې تګلارې يوه لويه برخه ده."

افغان سوداګرو هم د دريمې ترانزيتي لارې د جوړېدو په اړه د خوښۍ څرګندونه کوي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي وويل چې له ايران او پاکستان سره د ترانزيتي ستونزو تر پيدا کېدو وروسته دغه دريمه لاره د ټولو افغان سوداګرو غوښتنه او غوراوى و.

نوموړي وويل دا لار د کراچۍ او چاه بهار تر لارو وروسته لنډه او ارزانه لاره ده.

افغان حکومت وايي د اورګاډي د پټلۍ له لارې د ترکمنستان،افغانستان او تاجکستان تړل هم د همدغه بهير د بشپړتيا يوه برخه ده، چې ډير کار يې بشپړ شوې او د پاتې کار د پيل د پرانیستې په موخه يې افغان ولسمشر حامد کرزى په نژدې راتلونکي کې ترکمنستان ته تلونکى دى.

په همدې ترڅ کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول هم تېره اوونۍ اذربايجان تللى و، چې پر دې اړه يې د هغه هېواد له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

په پام کې ده په دې لړ کې افغانستان او اذربايجان په نژدې راتلونکي کې د دوه اړخيزو همکاريو يو تړون هم لاسليک کړي.

ورته مطالب