کابل کې ایران سفارت هغه هېواد ته د طالبانو سفر تایید نه کړ

Image caption وسله والو طالبانو تر اوسه ایران ته د خپل سفر په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د ایران سفارت یوې سرچینې بي بي سي ته هغه رپوټونه تایید نه کړل چې ګنې د طالبانو یو پلاوي ایران ته خبرو لپاره سفر کړی دی.

تر دې وړاندې د تهران نیمه دولتي خبري اژانس ایران ته د وسله والو طالبانو د سفر خبر ورکړی و.

دغه اژانس ویلي و، طالب پلاوي په دغه سفر کې د ایران له امنیتي چارواکو سره خبرې هم کړې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایراني چارواکو به هغه هېواد ته د وسله والو طالبانو د پلاوي د سفر په اړه پوښتنه وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ایران ته د خپل سفر په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ایران د سفارت د مطبوعاتو یوه مسوول بي بي سي ته وویل، هغه رپوټونه نه تاییدوي، چې ګنې په قطر کې د طالبانو یوه پلاوي ایران ته د خبرو لپاره سفر کړی دی.

د ایران د سفارت مطبوعاتي مسوول رحمت الله، چې په دې اړه یې له ډیرو خبرو ډډه کوله، ایران ته د طالب پلاوي د تللو خبره تایید نه کړه. نوموړي وويل "هغه څه چې په ځینو رسنیو کې راغلي، موږ نه یې نه تاییدوو."

په همدې حال کې افغان حکومت وايي، تر هغې چې له ایراني چارواکو څخه تهران ته د وسله والو طالبانو د سفر په اړه کره مالومات ترلاسه نه کړي په دې اړه خبرې نه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي، چې ایران د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

"هغه رپوټ چې خپور شوی دی، موږ ورنه خبر یو. رپوټ له یوې سرچینې خپور شوی دی. د همدغه رپوت په هکله مو له ایراني چارواکو سره اړیکې نیولې او نیسو به يې، چې د دغه رپوټ کره او نا کره والی ثابت شي. ځکه نو تر هغې مخکې چې موږ له ایراني چارواکو سره په دې اړه څه وا نه ورو، بحث هم نه ورباندې کوو. خو په افغانستان کې د افغان چارواکو تر مشرۍ لاندې د سولې د بهیر په هکله د ایران دولت دریځ دا دی، چې دوی يې ملاتړ کوي."

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو سیاسي کارپوه وحید مژده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې په هغه حکومت کې کار کاوه، وايي ایران ته د وسله والو طالبانو د پلاوي سفر شوی دی.

ښاغلی مژده دارنګه وايي، په داسې حال کې چې ایران د لوېدیځ لخوا تر سختواقتصادي فشارونو لاندې دی، غواړي امریکا په افغانستان کې تر خپل فشار لاندې راولي.

"زه فکر کوم، چې د دغې مسلې اعلان او د دغه سفر افشا کېدل، د ایران له خوا امریکا ته یو ډول زور ښوول وو. که چیرې امریکا په افغانستان د اوږد مهالو اډو اراده لري او پاتې کېدل غواړي، نو ایران په دې کار سره وښووله، چې ګواکې ایران هم باید په پام ونیول شي."

ایران ته د طالب پلاوي په اړه پر داسې مهال ضد او نقیض رپوټونه خپرېږي، چې په کور دننه په افغانستان کې د ایران پرضد لاریونونه هم شوي.

ورته مطالب