کونړیانو د برېښنا بند جوړولو لپاره پیسې راټولې کړې

Image caption اټکل دی چې د کونړ پر سيند برېښنا کوټ باندې څه باندې يو ميليارد ډالر لګښت راځي چې ځينو هېوادونو پرې پانګونې ته زړه ښه کړى.

په کونړ کې د برېښنا بند د جوړولو لپاره خلکو پيسې راټولې کړې دي.

د يو سمبوليک خوځښت په توګه پر کونړ سيند د برېښنا کوټ د جوړېدو غوښتنه د افغانستان په څه باندې لسو ولايتونو کې هم مهاله وشوه.

په دغو شاوخوا لسو ولايتونو کې د مدني او کلتوري ټولنو غړي، سوداګر هټيوال او خبريا لان د دوشنبې په ورځ ټيک لس بجې د اعتراض او شکايت ښودو په بڼه چوپ پاتي شول.

په ټولو سيمو کې راټولو شوو نړيوال مرسته کونکي را ننګول چې ولې د افغانستان له شتمنيو سمه ګټه نه اخلي.

اعتراض کوونکو افغان حکومت راننګاوه، چې که د کانونو په برخه کې پانګونه ممکنه وي، له اوبو د برېښنا جوړولو په برخه کې ولې ناشونې ده.

د جګړه ځپلي هلمند، لوېديځ هرات او په شمالي ولايت مزار شريف سربېره په ننګرهار خوست، لغمان او کندهار ولايتونو کې د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړېدل د ټول هېواد د اړتيا وبلل شوه.

په دغو ولايتونو کې راټولو شوو، پر سوداګرو، پانګه والو او ټولو افغانانو غږ وکړ چې پردغې لويې پروژې د کار پيلولو په موخه دې پيسې راټولې کړي.

ددغه خوځښت سمبالوونکي وايي سره له دې چې دوی به دومره پيسې راټولې نه کړي چې يوه وياله هم پرې جوړه کړي، خو وايي ددغه ډول چارو په ترسره کولو سره به ولسي شعور پياوړى کړي.

په دغو شاوخوا لسو ولايتونو کې راټول شوو ويل د کونړ د برېښنا کوټ لپاره به سوداګر وهڅوي چې پيسې راټولې کړي.

په کونړ کې د پروګرام سمبالوونکو هم څو زره افغانۍ راټولې کړې، او پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې يې غږ وکړ که د برېښنا کوټ د جوړولو ډاډ ور نه کړل شي نو په غذايي اعتصاب به لاس پورې کړي.

د کونړ پر سيند د برېښنا کوټ د جوړولو هوډ د داود خان د واکمنۍ پر وخت راپورته شوى و، خو تر اوسه يې له ارزونې پرته نور څه نه دي شوي.

اټکل دی چې د کونړ پر سيند برېښنا کوټ باندې څه باندې يو ميليارد ډالر لګښت راځي چې ځينو هېوادونو پرې پانګونې ته زړه ښه کړى.

ورته مطالب