کندهار کې پر ماین پاکانو بمباري شوې

د ناټو په هوایي برید کې د ماين پاکۍ موسسې کارکوونکی ووژل شو.

په سویلي ولایت کندهار کې دایساف ځواکونو په یوه هوایي برید کې د ماین پاکۍ موسسې یو تن کارکونکې ووژل شو.

پېښه نن سهار ( جون ۳ ) د پنجوايي ولسوالۍ د سپیروان په کلي کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې په سيمه کې د ( MCCA)

په نوم دماین پاکۍ موسسې يوه ډله کارکونکي، د ماينونو په کښلو بوخت وو.

وژل شوی کس محمد خان نومید، چې د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسیدونکی ؤ.

د کندهار دوالي ویاند جاوید فیصل وایي چې د ماین پاکانو له ډلې څخه یو تن په مخابره کې غږیده، چې د ايساف هوايي ځواک پرې د وسله والو ګومان کړی او برید یې پر کړی.

ښاغلی فیصل وایی چې په دغه پېښه کې یوازې یو کس وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی.

د دغې پېښې په اړه ایساف ځواکونو څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د په کندهار ولایت کې ځايي چارواکو وویل، هغه نهه ماین پاکوونکي چې د وسله والو له لوري تښتول شوي وو د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشي شوي دي.

افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو چارواکي وایې، دغه هېواد کې ۴۵ سلنه له ماینونو ډکې سیمې لا هم نه دې پاکې شوې.

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یوه جدي ګواښ دى، چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

ورته مطالب