کریمي:ای ایس ای د طالبانو په جامه کې جنګېږي

Image caption د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي ادعا وکړه، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی غړي د طالبانو په جامه کې د افغانستان پر وړاندې جنګېږي.

د افغانستان لوړ پوړي امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارو غړي د طالبانو په لیکو کې په افغانستان کې جنګېږي او د دغه هېواد امنیت ته یې جدي ننګونې پېښې کړې دي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت چارواکو مشرانو جرګې ته د امنیتي وضعې د خرابوالي یو مهم لامل د پاکستان له خوا د وسله والو ملاتړ په ګوته کړ.

دغه چارواکي همدراز ادعا کوي، چې ایران هم د فرهنګي کارونو او مرستندویو بنسټونو په نامه په افغانستان کې لاسوهنې کوي.

مشرانو جرګې د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت لوړپوړي چارواکي په هېواد کې د امنیتي وضعې په اړه د اندېښنو اړوند پوښتنو ته د ځواب ویېلو لپاره ورغوښتي وو.

چارواکو په هېواد کې د امنیتي وضعې د خرابوالي یو مهم لامل له وسله والو سره بهرنی ملاتړ وباله.

د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي ادعا وکړه، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی غړي د طالبانو په جامه کې د افغانستان پر وړاندې جنګېږي.

د نوموړي د ادعا له مخې پاکستان دا کار په افغانستان کې د خپلو ټاکلو موخو د لاس ته راوړو لپاره کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان رحمان هم د ښاغلي کریمي په څېر له وسله والو سره د پاکستان ملاتړ په افغانستان کې د ناامنۍ یو ستر لامل وباله.

نوموړي د پاکستان تر څنګ ایران هم تورن کړ، چې په دغه هېواد کې د مرستندویه بنسټونو او کلتوري پروګرامونو په نامه د لاسوهنې او نفوذ لاس ته راوړلو هڅې کوي.

" ایران هڅه کوي، چې د کلتوري پروګرامونو او خیریه سازمانونوپه نامه د افغانستان په خلکو کې خپل نفوذ پراخ کړي. دا واقعیت دی، چې طالبان د پاکستان لخوا رامنځ ته شوي او د پاکستان د تګلارې له مخې هڅول کېږي او ملاتړ یې کېږي. دوی د پاکستان د استخباراتو د لوړپوړو چارواکو په لارښوونه افغانستان ته را استول کېږي."

دغو چارواکو وویل، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د امنیتي وضعې د ارامولو لپاره عملیات پیل کړي دي. دوی وویل، چې په زیاتېدونکي ډول خپلواک عملیات کوي او له بهرنیو ځواکونو امنیتي مسولیتونه پر غاړه اخلي.

دوی همداراز له پاکستان سره د توغندويي بریدونو او نورو ستونزو د حل لپاره پر ډپلوماتیکو لارو چارو ټینګار وکړ.

په دې وروستیو کې یو شمېر افغان سیمه ییزو چارواکو هم ادعا کړې وه، چې د پاکستان ځینې پوځي کړۍ د طالبانو په لیکو کې د دوی پر وړاندې جنګېږي. څه موده وړاندې د نورستان او په دې وروستیو کې د میدان وردګو سیمه ییزو چارواکو دا ډول ادعاوې کړې وې.

پاکستان او ایران دواړو د دغو ادعاو په اړه په ځانګړي ډول څه نه دي ویېلي، خو په تېر کې یې د افغان چارواکو دا ډول څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

ورته مطالب