کندهار کې د ولسمشر کرزي د واک غځېدو غوښتنه شوې

Image caption په دې وروستیو کې په کندهار کې ورته دوې نورې دځوانانو ټولنې هم جوړي شوې.

کندهار کې د ځوان حرکت نومي ټولنې غړو د يوې غونډې پر مهال د ولسمشر کرزې دواک دغځېدو غوښتنه وکړه.

دغه غوڼډه چې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، په کې سلګونو ځوانانو ونډه درلوده.

ويناوالو اندېښنه څرګنده کړه، چې په ٢٠١٤ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدل به ړنې او ښې پایلې ونه لری.

د غونډې برخه والو ځوانانو په اساسي قانون کې د بدلون او د ولسمشر کرزي د واک مودې دغځولو غوښتنه کوله.

د ځوان حرکت د ټولنې مشر احمد شاه سايل وايي:

" زموږغږ په دې معانا نه دى، چې ګواکې د يوه ځانګړي، کس ملاتړ کوو، بلکې اساسې موخه يوازې د ملي ګټو ملاتړ او د هغو ساتل دي."

هغه په تېرو ۱۲ کلونو کې د ولسمشر کرزي د هڅو او د بهرنيو هېوادونو سره د منظم او پياوړي سياست ستاينه وکړه ويې ويل، چې کرزي په هېواد کې ستر بدلون رامنځ ته کړ، بيارغونه شوې، پوليس او پوځ جوړ شوى، خلکو ته په روغتيا، پوهنې او په ګڼو نورو برخو کې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د سيمه یيزې شورا مشر حاجي محمد سلطاني په دې اړه وايي چې له ٢٠١٤ وروسته د کورنۍ جګړې امکان شته، نو ځکه اړينه ده، چې د ولسمشر کرزي د دورې موده وغځېږي.

هغه وويل، چې ولسمشر کرزی د افغانستان د کورنيو او بهرنيو چارو سره بلد شخص دى، نو ځکه يې ملاتړ کوي.

د ارغنداب ولسوالۍ يو بل قومي مشر حاجي قاري محمد وايي، که په دغه هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکڼې رڼې تر سره نه شې، نو د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې به د خاورو سره خاورې شي.

د ځوان حرکت په نوم ټولنه په دې وروستيو کې فعاليت پيل کړى، چې د دغه حرکت غړې وایي چې موخه يې په ټولنه کې د ستونزو حل او د ملي ګټو د زيانمېدو مخنيوى دى.

په دې وروستیو کې په کندهار کې ورته دوې نورې دځوانانو ټولنې هم جوړي شوې، چې تر ډېره دعامو خلګو عامه پوهاوي او په ټولنه کې د ستونزو هوارول د خپلو اساسي هدفونو په سرکې یادوي.

ورته مطالب