'دا کابل دی، نه تهران'

Image caption معترضینو ویل، چې د دغو مراسمو لمانځنه په دې مانا ده، چې گواکې ایران په افغانستان کې نفوذ لري، او دغلته خلک د هغوى پيروان دي .

په افغانستان کې د مدني ټولنې او د بشري حقونو په لسګونو غړو د ایران د پخواني مشر ایت الله خمیني د تلین په لمانځنې اعتراض وکړ.

ایران په افغانستان کې د یوه ډېر اغېز لرونکي هېواد په توګه یادیږي.

د ځینو کارپوهانو په وینا، په ایران کې اسلامي انقلاب په افغانستان کې هم د کمونیستي نظام پر وړاندې د جهادي ډلو لپاره یو ښه پیغام رساوه.

د ایران د اسلامي انقلاب پخوانى مشر ایت الله خمیني د جهادي ډلو په منځ کې له مذهبي او سیاسي پلوه په ځانګړې توګه د شیعه ډلو کې د ښاغلي او منلي کس په نامه يادېږي.

له ۱۳۶۸ کال راهیسې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د شیعه ګانو په سیمو کې د هغه تلین لمانځل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې د هغه د تلین لمانځنه له مخالفتونو سره هم مله ده.

دا مهال د کابل په لوېدیځ کې د ایران د پخواني مشر په اړه دوه ډوله چلند کېږي.

'د اسراییلو ملاتړ'

د خميني پلويانو پر هغو معترضینو تور پورې کاوه، چې د امریکا او اسراييلو په ملاتړ له دغې لمانځغونډې سره مخالفت کوي:

''زه په دې خواشینی یم، د هغو ځوانانو لپاره، چې نن د یوې ستونزې لپاره او په دې فکر چې دوی په ځان ډېر باور لري. دوی د اسلام د مخالفینو د اسراييلو، امریکا او د هغوی دپلویانو ملاتړ کوي''.

خو بله خوا د خميني مخالفینو په افغانستان کې ځینې هېوادونه د دغه هيواد په چارو کې په لاسوهنه تورنوي او وايي چې 'دا کابل دى او تهران نه دى'' چې دلته دې د خميني په څېر کسانو لمانځغونډې جوړې شي.

هغوى د دغې لمانځغونډې سمبالوونکي ايران ته په جاسوسۍ تورنول او ويل يې چې همدغه کسان دي چې غواړي په افغانستان کې د بېلابېلو قامونو ، ژبو او مذهبونو تر منځ تربگنۍ را دبره کړي:

''په افغانستان کې د بهرنیو په پلوی داسې جاسوسان پېژنم، چې سخت دریځه دي. د بېلګې په توګه، د اسامه بن لادن، د قاضي حسین احمد او د روح الله خمیني د تلین لمانځنه کوي. دا ټول که اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه دي، د افغانستان به کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. هغه که ایران دی او که پاکستان او که عربي هېوادونه دي دوی ټول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي''.

Image caption ایران په افغانستان کې د یوه ډېر اغېز لرونکي هېواد په توګه یادیږي.

لوېديځ بیروت

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې گواکې ايران د افغانستان په شيعه مذهبو کې زيات نفوذ لري هغه مهال چې په کابل کې د بيلابيلو تنظميونو تر منځ شخړې روانې وې نو د پلازمېنې کابل لوېديځې څنډو ته به د لوېديځ بيروت نوم ورکول کېده.

دغه شان انگيرنې لا هم د ځينو افغانانو تر منځ پخپل ځاى پاتې دي ، په ځانګړو غونډو کې د ایران د پخواني مشر د تلین لمانځنه او د کابل په لویدیځ کې د هغه د انځورونو په لګولو دغه تصور لا هم پیاوړی کيږي.

له همدې کبله معترضینو شعارونه ورکول، چې دا تهران نه دی بلکې کابل دی.

ورته مطالب