"بدخشان کې له ۱۰۰ډېر پولیس ‌طالبانو محاصره کړي"

Image caption څه باندې سل تنه پولیس په لرې پراته غرني کلي باشن کې د وسلوالو طالبانو له خوا کلا بند شوي.

د شمال ختيځ ولايت بدخشان ، د وردوج ولسوالۍ په لرو پرتو غرنيو سيمو کې تر سلو تنو ډېر افغان پوليس له نژدې يوې مياشتې راهيسې د وسله والو طالبانو له خوا کلابند دي.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د ياد شوي ولايت يو شمېر استازو بي بي سي ته ويلي دي، چې د افغان سرتېرو خوراکي او جگړيز توکي هم مخ په ختمېدو دي،خو په وينا يې د کورنيو چارو وزارت تر دې مهاله د دې ستونزې هوارولو ته پام نه دى کړى.

دغه څه باندې سل تنه افغان پوليس چې د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په لرې پراته غرني کلي باشن کې د وسلوالو طالبانو له خوا کلا بند شوي، يو شمېر يې په ټپي حالت کې دي.

په ولسي جرگه کې د ياد شوي ولايت استازي امان الله پيمان بي بي سي ته وويل چې کلا بندو پوليسو ورسره د تيلیفون له لارې خبرې کړي او بېړنۍ مرسته يې غوښتې ده.

"سرتېرو راته له سيمې تيلیفون کړى و، درې څلور تنه ټپيان هم لري، چې حالت يې د انديښنې وړ دى، دوى اندېښمن دي او په پرلپسې توگه د طالبانو گواښونه اوري، يانې ورته وايي که نه تسليمېږۍ نو موږ به ستاسې د نيولو لپاره پر تاسې فشار راولو."

ښاغلي پيمان وويل چې له دغو پوليسو سره جگړيز او خوراکي توکي مخ په ختميدو دي او دا چې دغې پوستې ته تللې لارې خورا ستونزمنې دي، نو وايي ناشونې ده چې د ځمکې له لارې مرستې ورواستول شي.

د بدخشان د خلکو دغه استازي وويل چې ستونزه يې د کورنيو چارو وزارت د چارواکو تر غوږونو رسولي ده، خو په وينا يې هغوى تر دې مهاله دغو پوليسو ته د مرستې لاس نه دى غځولى.

ښاغلي پيمان وويل که کورنيو چارو وزارت دغه کلا بندي ماته نه کړي، نو وايي پايله به يې د طالبانو له خوا د څه باندې سلو تنو پوليسو نيول يا وژل وي.

له پرلپسې هڅو سره ونه توانيدو چې په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د چارواکو نظر را واخلو.

په وردوج ولسوالۍ کې له څو تېرو مياشتو راهيسې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ وسله وال اخ وډب روان دى.

په پام کې ده چې يو داسې لوى سړک له وردوجه تېر شي چې چين به د ځمکې له لارې افغانستان سره وتړي.

مخکې د افغانستان کورنيو چارو وزارت ويلي وو، چې د دغې سترې پروژې د ناکامولو په موخه سلگونه وسلوال له پاکستانه د بدخشان دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي.

ورته مطالب