له ناټو څخه د اډو د نه ورانولو غوښتنه وشوه

Image caption دا لا روښانه نه ده چې لويديځوال به په افغانستان کې د خپل ماموريت په پاى کې کومې وسلې افغان لوري ته سپاري.

د افغانستان ولسي جرگې پر ناټو غږ کړى، ټولې هغه پوځي ودانۍ يې چې په دغه هېواد کې جوړې کړي د کنډر کولو پر ځاى افغان دولت ته وسپاري .

دوى په همدې اړه داسې يوه مصوبه هم تصويب کړه چې په کې له ناټو غوښتنه شوې ټولې هغه وسلې چې نه يې غواړي خپل هېواد ته يې له ځانه سره يوسي بايد افغان ځواکونو ته يې وسپاري .

په افغانستان کې د ناټو پوځي تاسيساتو پر سر له تېرو دوو کالو راهيسې خبرې روانې دي چې په همدې موده کې افغان دولت پر ناټو د فشارونو په راوړلو سره هغې غاړې افغان ځواکونو ته د مرستې او همکارۍ ژمنې هم کړي.

د ولسي جرگې په غونډه کې د گردو استازو څرگندونې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل راټولې وې ، هلته چې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزيران سره جرگه شوي دي.

په دغې سرمشريزه کې به دغه استازي د افغانستان د دفاع د وزير سره پخپل راتلونکي ماموريت هم وغږيږي.

ولسي استازو پر ناټو غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې خپل ټول پوځي تاسيسات د ړنگولو پر ځاى افغان پوځ ته وسپاري او هغه وسلې چې نه غواړي له ځانه سره یې يوسي د دې پر ځاى چې نورو هېوادونو ته يې ورکړي افغان دولت ته دې وسپاري:

کله چې دغه مصوبه لوستل کېده ، نو د گڼو استازو له خوا پرې نيوکې هم کېدلې، ځينو استازو استدلال کاوه چې په متن کې د ناټو نه د مننې تورى دې لرې شي، د پروان ولايت د استازي عبدالستار خواصي په وينا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموريت پر مهال افغانانو ته هغوى د گټې پر ځاى ډېر زيانونه رسولي دي.

که څه هم افغانستان ته د ناټو د پوځي تاسيساتو د سپارلو خبره له شاو خوا دوو کالو راهيسې راپورته شوې، خو ښايي دا لومړى ځل وي چې د افغانستان ولسي جرگه پر همدې اړه مصوبه تصويبوي، په همدغه موده کې افغان دولت پر ناټو ځواکونو بيلابيل فشارونه راوستي، خو هره پلا د هغې غاړې نه افغان ځواکونو سره د مرستې او همکارۍ ژمنې تازه شوي دي، خو په دې برخه کې د هغو وسلو د سپارلو خبره نوې ده چې ناټو يې نه غواړي له ځانه سره يې ولېږدوي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي وو چې گواکې، پاکستاني چارواکو له ناټو نه غوښتي وو چې خپلې هغه وسلې چې نه غواړي له ځانه سره يې يوسي نو هغه دې پر دغه هېواد وپلوري، چې ازبکستان هم ورته غوښتنه کړې وه، چې د دغو غوښتنو سره تل افغان چارواکو مخالفت په ډاگه کړى و.

ولسمشر کرزي امريکا ته پخپل وروستي سفر کې د وسلو او مهماتو غه نوملړ هم له ځانه سره وړى و چې دوى يې غوښتنه کړې وه ، په دغه نوملړ کې له ناټو نه هم غوښتل شوي وو چې په دې برخه کې دې ورسره مرستې وکړي.

خو دا لا روښانه نه ده چې لويديځوال به په افغانستان کې د خپل ماموريت په پاى کې کومې وسلې افغان لوري ته سپاري او د هغو نورو هېوادونو غوښتنو ته به څه ځواب ورکوي چې لا له وړاندې يې له هغوى نه د دغو وسلو د پېرلو غوښتنه کړې وه.

ورته مطالب