قطري پانګه والو افغانستان سره تړون لاسلیک کړ

Image caption په پام کې ده چې د قطري پانگوالو د نورې پانگونې د راماتولو په موخه يو افغان پلاوى په راتلونکو مياشتو کې هغه هيواد ته وليږدي.

له قطر نه کابل ته د پانگوالو او سوداگرو تللي پلاوى د افغانستان د پانگونې له بنسټ" ايسا" سره، د کانونو،کرنې ،مخابراتو بيمې او يو شمېر نورو برخو کې يو تړون لاسليک کړ.

سربېره پر دې پلاوي د ښاري پراختيا وزارت له چارواکو سره داسې تړون لاسليک کړ چې پر بنسټ به يې قطري پانگوال په افغانستان کې د لږو عايداتو لرونکو خلکو ته په پرتليز ډول ارزان بيه کورونه جوړوي.

په پام کې ده چې د قطري پانگوالو د نورې پانگونې د راماتولو په موخه يو افغان پلاوى په راتلونکو مياشتو کې هغه هېواد ته لاړ شي.

د قطر د لويو سوداگرو او پانگوالو ٧ کسيز پلاوى د ولسمشر حامد کرزي په بلنه کابل ته راغلى دی، چې د وروستۍ پرمختيا په ترڅ کې یې پرون په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ له بنسټ ايسا سره د کور جوړونې،کانونو،کرنې ،انرژۍ،مخابراتو،بيمې اوبانک چلولو په برخه کې يو تړون لاسليک کړ.

د ايسا مشروفيع الله افتخاري وويل سر بيره پر دې هيله من دى چې قطري پانگوال به په نورو برخو کې هم پانگونه وکړي.

همدا راز له قطره راغليو پانگوالو د افغانستان د ښاري پراختيا له وزارت سره هم يو تړون لاسليک کړ،چې پر بنسټ به يې دغه پانگوال په افغانستان کې د منځني پوړ خلکو لپاره ارزان بيه کورونه جوړوي.

د قطر پلاوي د سودارگرۍ له پراختيا سره ليوالتيا وښووله او هيله يې څرگنده کړه چې په دې برخه کې به د دواړو هېواونو راکړه ورکړه ډېره شي.

خو د افغانستان د سوداگرۍ وزارت مرستيال مزمل شینواري وويل، چې قطر بايد افغان سوداگرو ته داسې اسانتياوې په واک کې ورکړي چې يو شمير نورو هېوادونو ورکړې دي.

قطري چارواکو ونه ويل چې کله به د دغو پروژو پلي کولو عملي چارې پيل کړي خو په ډاگه يې کړه چې ډېر ژر به د قطري شرکتونو تخنيکي ډله د کارونو د پيلولو د بهير د ارزولو په موخه کابل ته راشي.

راغلي پلاوي په دغه هېواد کې له کان ايستنې سره هم مينه او ليوالتيا وښووله،چې پر همدې بنسټ د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د روانې مياشتې په ورستيو کې قطر ته تلونکى دى چې د هغه هېواد پانگوالو ته په اړونده برخه کې معلومات ورکړي.

سربېره پر دې د افغان چارواکو او د دغه هېواد د خصوصي سکتور يو بل پلاوى هم دوه مياشتې وروسته قطر ته تلونکى دى چې د هغه هېواد شرکتونو ته د پانگونې ځايونه په گوته کړي او په دغه هېواد کې يې کار ته وهڅوي.