د کابل او بلخ پانګه وال راتلونکي ته هیله مند دي

Image caption افغان پانگوال که د راتلونکي په اړه هيله من دي خو اوسمهال له خپلو کاروبارونو نا خوښ دي.

د کابل او بلخ ولايتونو پانگوال هيله من دي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې د اقتصادي کاروبارونو حالت د اوس پرتله ښه شي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې د سروې له مخه د دې چارې لامل هغه اسانتياوې دي چې حکومت يې له پانگوالو سره ژمنه کړې ده.

خو له دغې هيلې سره سره اوسمهال پانگوال له خپلو روانو چارو خوښ نه دي چې لامل يې له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټه رانژدې کېدل او همدا راز د پورونو، بريښنا او اړينې ځمکې نشتوالى او په وينا يې لوړه ماليه اخستل دي.

د افغانستان سوداگرۍ خونې دغه سروې په کابل او بلخ ولايتونو کې کړې ده، چې په ترڅ کې يې له ٨٩٦ لويو او وړو پانگوالو سره خبرې شوې دي.

په ټوله کې سروې پر دوو چورليزونو چورلي، چې يو هغه يې په دغو ولايتونو کې د اقتصادي کاروبار اوسنى حالت ارزول او بل هغه يې د اقتصادي کړنو پر وړاندې پراته خنډونه جوتول وو.

سره له دې چې له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو د نېټې په رانژدې کېدو سره د نويو پانگونو شونتيا کم رنگه شوې بلل کېږي، خو د دغو دوو ولايتونو پانگوالو هيله ښوولې ده چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې به يې پانگيز کاروبارونه پرمختگ وکړي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مشر قربان حقجو وايي چې د راتلونکې په اړه د دغې ښې انگيرنې يو لامل د حکومت هغه ژمنې دي چې د پانگونو د پياوړتیا په موخه يې له پانگوالو سره کړې دي.

" د دې لامل چې پانگوال د راتلونکي په اړه هيله من دي، تاسې په اړيکه کې ياست چې حکومت په دې وروستيو کې د اصلاحاتو، فساد ضد مبارزې، د قوانينو پلي کولو او کره اقتصادي مشرتابه خبرې رامخې ته کړې دي او تر ټولو ارښتناکه داده چې حکومت د پانگونې د راماتولو په تگلاره کې له پانگوالو سره ځينې ژمنې کړې دي، چې د ځمکې ورکړه، د ماليې معافيت او نورې ډېرې اسانتياوې په کې راځي."

افغان پانگوال که د راتلونکي په اړه هيله من دي خو اوسمهال له خپلو کاروبارونو ناخوښ دي او په دې برخه کې له گڼو ستونزو سر ټکونه کوي.

پانگوال وايي چې لومړۍ ستونزه نا امني ده چې د دوى کاروبارونه گواښي، همدا راز د پانگيزو کارونو لپاره اړينه ځمکه په واک کې نه لري، برېښنا نه لري، همدا راز وايي چې حکومت د پانگوالو د کارونو د پياوړتيا لپاره اړين پورونه نه ورکوي. پانگوال په گمرکونو،مستوفيتونو، او پانگيزو ليوالتياوو يانې داو طلبيو کې د فساد له لوړې کچې هم سر ټکوي.

په ياده شوې ډلپوښتنه کې د شرکتونو له مشرانو ،مرستيالانو او نورو چارواکو سره خبرې شوې دي.

ورته مطالب