کونړ: ډرون برید ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

Image caption تېر کې هم د کونړ او نورستان په غرنیو سیمو کې د حکومت مخالفو وسله والو پر مرکزونو ډرون بریدونه شوي، چې ملکي کسان یې هم ښکار شوي.

د کونړ ولایت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوې نجلۍ په ګډون ۳ ملکي کسان وژل شوي دي.

د کونړ والي فضل الله وحیدي له بي بي سره خبرو کې وايي، دغه برید کې ۶ کسان ټپیان شوي دي، چې د نوموړي په وینا ټپیانو کې هم دوې مېرمنې شاملې دي.

د کونړ والي په وینا برید د ماڼوګۍ ولسوالۍ په یوه کلي کې شپې مهال پر یوه کور شوی، چې په کې وژل شوي او ټپیان شوي ټول ولسي کسان دي.

کله چې له نوموړي وپوښتل شول، بهرنیو ځواکونو د برید په اړه دوی ته معلومات ورکړي، نو ویې ویل، چې دا ډول پېښو کې بهرني ځواکونه دوی ته سملاسي معلومات نه ورکوي، بلکې له پلټنو بشپړېدو وروسته له دوی سره معلومات شریکېږي.

د نوموړي په وینا سیمه کې د حکومت د وسله والو مخالفینو مرکزونه نه شته، خو ښايي له دغې سیمې د تګ راتګ د لارې په توګه کار اخلي.

د کونړ دغه سیمه نورستان ولایت ته څېرمه موقعیت لري. دم ګړۍ ایساف ځواکونو د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د شنونکو په وینا د ملکي کسانو د وژل کېدو له امله عام افغانان او ولسمشر کرزی ډېر خواشیني دي او له همدې کبله په دا وروستیو کې ولسمشر کرزي خپلو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ، چې د خلکو د استوګنې په سیمو کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال له ناټو ځواکونو څخه د هوايي مرستې غوښتنه و نه کړي.

دغه ګام د فبروري په ۱۳ له هغې پېښې وروسته وشو، چې د ناټو ځواکونو په دغه ډول یوه هوايي برید کې د پنځو ښځو څلورو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي افغانان ووژل شول.

ولسمشر کرزي څو ځلې غوښتنه کړې، چې باید ناټو ځواکونه په هوايي بریدونو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي او د دغه ډول پېښو رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړی.

دا وروستیو کې کونړ ته څېرمه وانت وايګل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه هوايي بريد، پنځه کسان ووژل.

د هغو وژل شویو کسانو دوه يې ښوونکي او د کونړ د ماڼوګۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې غوښتل يې وانټ وايګل ته لاړ شي.

د کونړ او نورستان ولایتونو تر منځ د غځېدلې لار په اوږدو کې اکثر د ناامنیو پېښې رامنځ ته کېږي، چې له امله یې په دا وروستیو کې دغه لار تر ډېره تړلې پاتې شوې.

تېر کې هم د کونړ او نورستان په غرنیو سیمو کې د حکومت مخالفو وسله والو پر مرکزونو ډرون بریدونه شوي، چې ولسي کسانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې.

ورته مطالب