ولسي جرګې ته د اجباري عسکري طرحه وړاندې شوې

Image caption دا وخت د افغانستان د پوځ د سرتيرو شمېر نژدې دوه لکو ته رسيږي

د افغانستان په ولسي جرگه کې يو شمېر استازو داسې طرحه وړاندې کړې، چې پر بنسټ يې بايد په دغه هيواد کې عسکري اجباري شي.

د افغانستان ملي پوځ ته اوس سرتيري په خپله خوښه ورځي، او د معاش په بدل کې عسکري کوي.

هغسې چې مصطفی سالک راپور ورکوي دا طرحه په داسې ډول چمتو شوې چې له مخه يې بايد هر کس يا په ملي پوځ کې سرتيرى شي، او يا يې په بدل کې حکومت ته پيسې ورکړي.

د ولسي جرګې غړي حفيظ منصور چې دا طرحه وړاندې کړې ټينگار کوي، چې د افغان پوځ د پياوړتيا او د امنيت د خوندي کولو په موخه بايد دا طرحه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو مخکې قانوني او پلې شي:

"کله چې د جلب او جذب خبره کيږي زموږ ټولو ذهنونه د ډاکټر نجيب او ببرک کارمل وخت ته ورګرځي، چې په زور يې ځوانان نيول داسې ده چې، يو شمير ځوانان به په خپله خوښه راځي او خدمت به کوي، خو هغه چې نازولي دي بايد پيسې ورکړي، چې افغان حکومت له دې سرچينې پيسې تر لاسه کړي."

د غونډې مشر او د ولسي جرگې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني د دغې طرحې هرکلى وکړ او سپارښتنه يې وکړه چې بايد اړوند کميسون ته وسپارل شي.

خو پوښتنه داده که د افغانستان اوسنى حالت په پام کې وي دا طرحه تر کومه بريده د پلې کيدا شونتيا لري؟

د پوځي چارو کارپوه عتيق الله امرخيل وايي دا به ستونزه نوره هم ژوره کړي چې په وينا يې ورسره به د بې وزلي او شتمن پوړ ترمنځ واټن ډير شي.

دی وايي، هغه په دې توگه چې د بې وزلي زوى به په پوځ کې خدمت کوي او د شتمن زوى به ترې ژغورل شوى وي.

ښاغلي امرخيل وويل اوس د دې وخت نه دى چې په ملي شورا کې پر داسې طرحو بحث وشي، د هغه په وينا د وخت غوښتنه دا ده چې د پوځ اوسنى جوړښت وساتل شي او د پياوړتيا لپاره يې کار وشي.

د افغانستان ملي پوځ ته اوسمهال سرتيري په خپله خوښه ورځي او د معاش په بدل کې خدمت کوي.

دا وخت د افغانستان د پوځ د سرتيرو شمېر نژدې دوه لکو ته رسيږي.

تر دې مخکې هم د دغه هيواد په ولسي جرگه کې د عسکرۍ د اجباري کيدو خبرې راپورته شوې وې چې بيرته غلې شوې.

دا به وکتل شي چې وروستى غږ هم بېرته غلى کيږي او که قانوني ارزښت بيامومي.

ورته مطالب