افغانستان کې ټلوېزیوني شبکو سیستم دیجتلي کېږي

Image caption د تلوېزیوني شبکو په دیجتلي کېدو سره زیاتو شبکو ته په لوړ کیفیت د خپرونو زمینه برابرېږي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي په پنځو راتلونکو کلونو کې به په دغه هېواد کې د ټلوېزیوني شبکو سیستم دیجتلي کړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي تر راتلونکې یوې میاشتې به د دغې پروژې چې ارزښتي یې ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي د داوطلبۍ چارې هم پیل شي.

د تلوېزیوني شبکو په دیجتلي کېدو سره زیاتو شبکو ته په لوړ کیفیت د خپرونو زمینه برابرېږي.

په افغانستان کې له ۱۳۵۷ لمریز کال راهیسې چې په لومړي ځل تلوېزیوني خپرونې پیل شوې بیا تر دې دمه چې تر ۳۰ ډېرې تلوېزیوني شبکې شته تر ډېره خپرونې د انالوګ سیستم له لارې خپرېږي چې د کیفیت او تصویر له پلوه یو څه کمزورې بلل کېږي.

د مخابراتو وزیر انجینیر امیرزی سنګین وايي د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره هوډ لري تر شاوخوا یوې میاشتې د تلوېزیوني شبکو د دیجتلي کېدو پروژه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

ښاغلی سنګین وايي پر دغې پروژې تر سلو میلیونو ډالرو لګښت راځي چې تر راتلونکو پنځو کلونو به ټول افغانستان تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د ښاغلي سنګین په وینا دا مهال د یو شمېر تلوېزیوني شبکو خپرونې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د لیدو وړ نه دي.

ښايي تاسو هم کله لیدلي وي چې ستاسو تلوېزیونونه ښه تصویر نه ښيي او هغه د چا خبر بارانک او برفک وي او دوه تصویرونه سره ګډ شوي وي.

په انالوګ سیستم کې پرته له سیم او یوازې د یوه کوچني آنتن په وسیلې پر تلوېزیون خپرونې خپرېږي او هر ساحې ته یې خپرونې رسېږي، تر څنګ یې ځینې نیمګړتیاوې هم لري.

د بېلګې په توګه د څپو پراخوالی چې په یوه لویه ساحه کې یوازې څو شبکې خپرونې کولای شي.

د کابل ښار په یو شمېر تلوېزیون پلورنځیو کې تر ډېره پخواني او د زاړه ماډل تلوېزیونونه پلورل کېږي.

د افغانستان په زیاتره برخو کې د تلوېزیون څپې په آسانۍ سره نه موندل کېږي او روښانه او روڼ تصویر په سختۍ ترلاسه کېږي.

د مخابراتو وزیر وايي د افغانستان د ټلوېزیونونو له خاوندانو سره یې څو څو ځله د تلوېزیون سیستم د دیجتلي کېدو په اړه خبرې کړي چې هغوی هم ورسره منلي ځکه پر هغوی کوم ځانګړی لګښت هم نه راځي.

د تلوېزیون د خپرونو د سیستم په بدلېدو سره مجبوره نه یاست چې خپل انالوګ ټلوېزیونونه لېرې وغورځوی بلکې د آی پي باکس په نوم د یوې کوچنۍ دستګاه په اخیستلو سره کولای شئ چې په انالوګ ټلوېزیون کې هم دیجتلي تصویرونه وګورﺉ.

ورته مطالب