افغان چارواکي وايي امريکا د طالبانو په وړاندې خورا نرمه شوې

Image caption افغان غاړه که څه هم د ښاغلي کېري د خبرو پوره جزييات نه په ډاګه کوي خو يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې په قطر کې د طالبانو دفتر ته واشنګټن د "بلې بڼې " د ورکولو اشاره کړې.

د افغانستان د لوړو پوړو چارواکو له خولې ويل شوي چې واشنګټن د وسله والو طالبانو په وړاندې دومره نرم دريځ غوره کړى چې کابل ته يې شکونه پيدا کړي دي.

يوې خورا لوړ پوړې سرچينې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې په روانه اوونۍ کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېرې او ولسمشر کرزي تيلیفوني خبرې د دې ښکارندويې وې.

سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې تر يو ساعت له اوږدو او کله نا کله شديدو خبرو څخه داسې افغان غاړې ته جوته شوې چې واشنګټن تر هغه بريده هم ډېر نرم له طالبانو سره چلېږي چې کابل يې غوښتنه او هيله لري.

د سرچينې له خوا دا سپيناوى و نه شو چې دغه حد څه دى خو په افغانستان کې دننه ځينو رسنيو رپوټ ورکړى چې ګواکې افغان غاړې د امريکا د بهرنيو چارو وزير داسې موندلى چې ګواکې د طالبانو په استازيتوب ورته غږېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر يوې سرچينې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ومنله چې د ښاغليو کرزي او کېري خبرې ډېرې اوږدې او په ځينو برخو کې د دواړو ترمنځ توپير تر پخوا خورا ډېر و.

افغان غاړه که څه هم د ښاغلي کېري د خبرو پوره جزييات نه په ډاګه کوي خو يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې په قطر کې د طالبانو دفتر ته واشنګټن د "بلې بڼې " د ورکولو اشاره کړې.

بله بڼه هم سپينه شوې نه ده خو په افغانستان کې دننه ځينو رسنيو ورته د طالبانو د سفارت معادل ويلي دي.

په دې وروستيو کې ولسمشر کرزي په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر وخت ادعا کړې وه چې "ځينې نژدې او لرې بهرنيان هڅه کوي د سولې له بهير څخه د ځان لپاره ګټه پورته کړي."

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستو چارې لا تر اوسه رسمآ نه دې بشپړې شوي خو په تهران کې له ايراني چارواکو سره د طالبانو د خبرو استازيتوب د دوى د قطر د دفتر استازو کړې وې.

په هغه ليدنه هم کابل هېښتيا ښوولې وه او د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې دوى يې پلټنه کوي.

د افغانستان حکومت د طالبانو د قطر د دفتر په باب له هغه پيله ويل چې دا ځاى بايد يوازې له کابل سره د سولې د خبرو اترو لپاره وکارېږي او نور فعاليتونه بايد په کې نه وي.

ورته مطالب