کرزی: باید د ګاونډي مشرتابه سپکاوی و نه شي

Image caption د افغانستا ن خاوره او رسنۍ باید د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو د بې عزتۍ لپاره وسیله ونه ګرځي. ولسمشر حامد کرزی

افغان ولسمشر حامد کرزي هغه مظاهرې وغندلې چې دده په ټکو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو مشرانو ته په کې سپکاوی کېږي.

ښاغلي کرزي، چې د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، په ځانګړي ډول د کوم هېواد نوم وانخیست، خو ویې ویل چې د افغانستا ن خاوره او رسنۍ باید د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو د بې عزتۍ لپاره وسیله ونه ګرځي.

له کابله زموږ همکاره فریبا ظاهر په خپل راپور کې کاږي، چې ولسمشر کرزي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو درناوي ته په داسې حال کې اشاره کوي، چې په تېرو څو ورځو کې په کابل کې د ایران او پاکستان پر ضد یو شمېر خلکو لاریونونه وکړل او د یو شمېر مشرانو انځورونه او هم د هغه هېواد بیرغونه وسوځول شوو.

که څه هم ښاغلي کرزي په څرګنده د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو ټینګار یې وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو عزت او درناوی پرځای کول د افغانستان د کلتور ښکارندویې کوي.

"څو ورځي مخکي مو ولیدل چې په کابل کې یوه مظاهره وه، چې په هغه کې یو شمېر مظاهره کوونکو د ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر مشرانو انځورونه وسوځول . دا ښه کار نه دی، موږ یو با وقاره او باعزته ملت یو. باید زموږ له خاورې څخه او زموږ له خوا داسې کار ونه شي چې د ګاونډيانو یا نورو هېوادونو خلکو او مشرانو ته بې عزتي وشي. د یوه بل هېواد په تېره بیا د ګاونډي هېواد د مشرانو د انځورونو سوځول هېڅکله زموږ له وقار سره نه ښایي. موږ په تاریخ کې په میلمه پالنې، عزت ورکولو او درناوي شهرت لرو. زموږ ګاونډیان باید زموږ له خاورې څخه د نه درناوي احساس ونه کړي."

ښاغلي کرزي رسنیو ته په ټینګار سره وویل، چې د غسې انځورونو په وار وار خپاره نه کړي.

هغه دا هم وویل چې رسنۍ داحق لري، چې د خپل هېواد پر حکومت او مشرانو نیوکې وکړي او هغوی خپلو تېروتنو ته متوجه کړي، خو وایي داسې څه باید ونه شي چې د افغانستان ملي یوالي او تاریخي ارزښتونو ته په کې زیان ورسېږي.

ورته مطالب