افغانستان ۱۷صنعتي برخو کې ځان بساینې ته نژدې شوی

Image caption د کورني صنعت وده په افغانستان کې یو زېری بلل کېږي.

افغانستان په نژدې ۱۷ تولیدي برخو کې پر خپل ځان متکي کېدو ته نژدې شوی دی.

اوس ډېر افغانان له هغو معدني اوبو، جوسو، پلاستیکي پيپونو( نلونو) او څپلیو څخه ګټه اخلي، چې خپله په افغانستان کې تولیدېږي.

شاوخوا یو لک او ۶۰ زره کسان په ټول هېواد کې په صنعتي برخه کې په کار بوخت دي. د دغو صنعتي کمپنیو مالکان وايي، له دوی څخه د حکومت ملاتړ نه شتون او د صنعتي پارکونو نشتوالی هغه څه دي، چې د دوی تولیدات یې له ستونزو سره مخامخ کړي.

حکومتي چارواکي هم مني، چې په ځینو برخو کې زورواکانو د صنعتي پارکونو ځمکې غصب کړې دي خو وايي هڅه کوي دغه ستونزه هواره کړي.

د افغانستان کورنیو تولیداتو او صنعت په تېره څه دپاسه یوه لسیزه کې له ګڼو ننګونو سره سره بیا هم د پام پرمختګونه کړي او په دغه برخه کې نژدې یو میلیارد ډالره پانګونه شوې ده.

ښه زېری

د کورنیو تولیداتو او صنعت ودې ته په افغانستان کې د یوه ښه زیري او ښې راتلونکې په سترګه کتل کېږي.

افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر وفیع الله افتخار وايي، په ۱۷ برخو کې دغه هېواد پر خپل ځان بسیا دی او د نورو هېوادونو توکو ته اړتیا نه لري، خو بیا تر ۹۵ فیصده نور توکي له بهره واردوي.

" د څښاک مصنوعاتو په صنعت کې موږ صادرات پیل کړي دي. د مطبعې په برخه کې نژدې خود کفایۍ ته نژدې شوې یوو. د پلاستیکي پایپونو په برخه کې هم خود کفایۍ ته رسېدلي یوو. یانې په ټوله کې نژدې ۱۷ سکتورنو کې پر خپل ځان متکي کېدو ته نژدې شوي یوو خو لا هم ۹۵ سلنه توکي له بهره راوړو"

د هغو سکتورنو له ډلې، چې افغانستان یې له نورې نړۍ د واردلو اړتیا نه لري، یو یې غیرالکولي مشروبات دي.

کابل کې د غیرې الکولي مشروباتو یوې داسې کمپنۍ ته ورغلم، چې نژدې ۹۰ میلیونه ډالره پانګونه په کې شوې ده.

د حبیب ګلزار شرکت تخنیکي مسوول، ذبیح الله ستانکزی وايي، کمپنۍ یې ګازي او غیرې ګازي ۱۳ ډوله مشروبات تولیدوي خو وايي دخامو موادو ډېره برخه یې له بهره افغانستان ته راوړي.

نوموړی وايي، په کمپنۍ کې یې نژدې ۶۵۰ کسان کار کوي، چې ۹۰ سلنه کار کونکي یې افغانان دي.

کابل کې نژدې ۲۸۰ صنعتي فابریکې پر فعالیت بوختې دي، چې شاوخوا ۴۰ زره کسان په کې کار کوي.

ښاغلي ستانکزي بي بي سي ته وویل، د افغانستان ټولو ولایتونو ته خپل تولیدات رسوي او وايي، د تولیداتو کچه یې په غیرې الکولي مشروباتو کې د افغانستان له ټول مصرفه نیم برابر ډېره ده.

ښايي دا شرکت یو له هغو شرکتونو وي، چې په افغانستان کې یې د صنعت په برخه کې تر ټولو ډیره پانګونه کړې وي.

Image caption د هغو سکتورنو له ډلې، چې افغانستان یې له نورې نړۍ د واردلو اړتیا نه لري، یو یې غیرالکولي مشروبات دي.

د شرکت په داخل کې د تولید ټولې پروسې د نړیوالو کمپنیو له پروسو سره ورته ښکاري.

د کمپنۍ له داخیلدو سره سم، باید هر څوک هغه ټول ځانګړي طبي احتیاطي وسایل له ځان سره ولري، چې داخل ته د میکروبونو د داخلیدو مخه نیسي.

د افغانستان په تولیداتو کې ځینې داسې توکي هم شته، چې په کور دننه د نړیوالو ادارو له خوا کارول کېږي، چې بیلګې یې بیسکټ او پلاستیکي پايپونه دي.

په افغانستان کې تولیدیدونکي بسکټ اوس د خوړو دنړیوال ادارې WFP له خوا هم پېرل کېږي خو پخوا دغه بسکټ له نورې نړۍ، افغانستان ته راوړل کېدل.

د کابل ښار په ختیځ کې د اتفاق په نوم د بسکټو د یوې کمپنۍ مشر عبدالرازق وايي، هره ورځ شپږ ټنه تولیدات لري، چې د افغانستان ډېرو ولایتونو ته یې استوي.

نوموړی وايي، که حکومت ورته په صنعتي ښارګوټو کې ځای ورکړي، حاضر دی، په دغه برخه کې خپله پانګونه چې اوس نژدې پنځه میلیونه ډالره کېږي، نوره هم ډېره کړي.

د دغو تولیداتو ترڅنګ په افغانستان کې تولېدیدونکي پايپونه سره له دې چې د هېواد په لویو پروژو کې لګول کېږي، د نړۍ پرمختللو هېوادونو لکه جرمني ته هم صادریږي.

په افغانستان کې د ایچ ایس پي په نوم د پایپونو صنعتي شرکت، چې نژدې ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه یې پر دغه صنعت کړې، د نړۍ د بیلا بیلو معیارونو پاپیونه تولیدوي.

د دغه شرکت اداري مشر لطفي وايي (( په ټوله کې موږ د ۱۵۰ بیلا بیلو کچو پایپونه تولیدو، چې سټنډرونه یې امریکايي، الماني او اروپايي دي))

نوموړي بي بي سي ته وویل، کمپنۍ یې د دې وړتیا لري، چې د پایپونو له اړخه د ټول افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

د غه شرکت دا هم وايي، چې خپل پایپونه د۵۰ کلونو لپار په ضمانت خلکو ته ورکوي او وايي که چېرې خراب شي، تاوان یې ورکوي.

خو د دغه شرکت چارواکي وايي، له میلیونونو ډالرو پانګونې سره سره بیا هم په صنعتي ښارګوټو کې ځای نه لري او په کرايي ځای کې تولیدات کوي.

انورالحق احدي

ښايي دې ته ورته ګڼې نورې کمپنۍ داسې تولیدات ولري، چې ټول افغانستان ته ورسېږي.

افغانستان کې دهرې کمپنۍ له خاوند سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته سړی رسیدای شي، چې د صنعي پارکونو کموالی، دحکومت لازم نه ملاتړ او په ځینو برخو کې د برېښنا کموالی هغه ستونزې دي، چې د صنعت په برخه کې یې پانګوال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

خو پوښتنه داده، چې ولې حکومت پانګوالو ته په صنعي برخو کې دپانګونې لپاره صنعتي پارکونه نه شي جوړولای؟

همدغې پوښتنې ته د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انورالحق احدي ځواب وايي:

" په کابل کې د صنعي پارکونولپاره موږ ته په کمري کې ۳ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. خو متاسفانه، ډېره برخه یې غاصبینو نیولې. تر هغو، چې دغه فیصله ونه شي، هلته کار نه شي کېدای. ځکه څه موده وړاندې د ایسا کارکونکي هلته د کار د پيلېدو لپاره تللي وو، ان پر هغوی ډزې شوې. د کورنیو چارو وزارت هم چندانې ډېر جدي کار نه دی کړی."

د زورواکانو له خوا د ځمکې دغصب مسله اوس د افغان حکومت لپاره په یو داسې سر خوږي بدله شوې، چې د ډېرو په باور دحل لار یې له حکومت ورکه شوې.

اوسمهال نژدې ۵۵۰۰ صنعتي شرکتونو په افغانستان کې ثبت شوې، چې د ایسا ادراې په وینا یواځې له دغو نه نیماي یې په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې فعالیت کوي.

له دغو کمپنیو څخه نژدې ۲۵۰۰ یې فعالیت نه کوي خو هغه چې تولیدات لري، نژدې نیمايي له صنعتي پارکونو دباندې په شخصي ځایونو کې فعالیت کوي.

ښايي همغسې چې چارواکي وايي، دځمکې غصب یو له هغو لویو لاملونو وي، چې په افغانستان کې د صنعتي پارکونو دجوړولو مخه ډب کړې وي.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۰ صنعتي پارکونه فعالیت کوي او پر ۲۰ نورو د جوړیدو کار روان دی خو چارواکي وايي، پر ځینو یې د ځمکې له غاصیبیونو سره په محکمو کې جنجال هم روان دی.

د نورو ستونزو ترڅنګ د ایسا ادارې مشر، پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، تور پورې کوي، چې ځینې ګاونډي هېوادونه د خپلو پالیسو پرمټ د افغانستان د صنعت د پرمختګ مخه نیسي.

" په دې کې شک نشته، چې ځینې هېوادونه نه غواړي چې زموږ صنعت پرمختګ وکړي او دهمدې لپاره یې ځینې پالیسۍ جوړې کړي، خپلو فابریکو ته سبسډي ورکوي. په دې کار زموږ کمپنۍ له پښو غورځوي. نو د دې لپاره مو له مالیې وزارت سره خبرې کړې، چې پر هغو بهرنیو توکو، چې په افغانستان کې یې موږ تولیدولی شو، په واردولو یې مالیه ډېره کړي"

خو که له یوې خوا د افغانستان د تولیداتو کچه په کور دننه لوړه شوې، له بلې خوا له ۱۳۸۷ کال راهیسې بیا افغانستان د صادراتو کچه مخه په زوړ روانه ده.

د صادراتو دپرمختګ ویاند قدیر مطفي:

"د مرکزي ادارې د احصایې له مخې، په ۱۳۸۷ کال کې زموږ صادرات ۵۴۴ میلیونه ډالره ول، چې دا تر ټولو لوړه کچه وه. په ۱۳۸۸ کال کې د صادراتو کچه ۴۰۳ میلیونه ډالره وه. په ۱۳۸۹ کال کې بیا د صادراتو کچه ۳۸۸ میلیونه ډالرو ته راښکته شوه، نو ویلای شو، چې له ۱۳۸۷ کال راهیسې د صادراتو کچه مخ ښکته روانه ده"

نوموړی وايي، نړیوال مالي کړکېچ او د چارواکو نه همغږي هغه لاملونه ده، چې د صادراتو د کچې په راټیټولو کې رول درلود.

په افغانستان کې د صنعتي کمپنیو له خاوندانو او چارواکو سره تر خبرو وروسته، داسې پایله تر لاسه کېدای شي، که په راتلونکو کلونو کې له پانګوالو او صنعتګرو په سم ډول حکومت ملاتړ وکړي، امنیتي ننګونې او نورې ستونزې یې حل شي، لرې به نه وي چې دغه پر بهرنیو هیوادونو ولاړ هېواد پر ځان متکي شي او دمصرفونکي هېواد پر ځای تولیدونکی هېواد شي.

ورته مطالب