افغانستان کې څلور ایساف سرتېري وژل شوي

Image caption د ۲۰۱۲ کال له پیله پر بهرنیو پوځيانو د افغان سرتېرو بریدونه ډېر شوي.

په افغانستان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونو ایساف بي بي سي ته ویلي، د دوی څلور سرتېري په دوو جلا پېښو کې د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

په سوېل ختیځ ولایت پکتیکا کې د پاکستان له سرحد سره نږدې د ایساف درې سرتېري د افغان پوځ په یونیفورم کې د یوه کس لخوا وژل شوي دي. د ایساف یو بل سرتېری د دغه هېواد په لوېدیځ کې وژل شوی دی.

دا په تېره څه دپاسه یو میاشت کې لومړی ځل دی، چې د افغان ځواکونو په جامه کې پر بهرنیو ځواکونو برید کېږي.

په افغانستان کې میشت نړیوال سوله ساتي ځواکونه ایساف وايي، د پکتیکا په خیر کوټ ولسوالۍ کې د دوی درې سرتېري هغه مهال ووژل شول، چې دافغان ملي پوځ په جامو کې یو تن پرې ډزې وکړې. د ایساف څلورم سرتېری بیا په فراه کې د وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

په کابل کې دایساف یوه ویاند اوریګېټ زموږ خبریال حفیظ الله معروف ته وویل، چې د پکتیکا د پېښې په اړه له افغان لوري سره په ګډه پلټنه کوي.

" موږ دا تاییدولی شو، چې د نړیوالو سوله ساتوځواکونو ایساف درې سرتېري نن هغه مهال ووژل شول، چې یو تن، چې د افغان ملي ځواکونو جامې یې پر تن وې، پر ایساف سرتېرو خپله وسله ورواړله او ډزې یې پرې وکړې. دغه پېښه د افغانستان په ختیځ کې رامنځ ته شوې ده. ایساف او افغان ځواکونه د دغې پېښې پلټنه کوي او نور معلومات به وروسته خپاره کړو"

که څه هم ایساف په دغه پېښه کې د ټپیانو په اړه له څه ویلو ډډه کوي، خو د پکتیکا له ولایته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان سرتېري په ډزو کې درې بهرني عسکر ټپیان شوې او خپله افغان سرتېري هم د ایساف په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.

خبر پاڼه دارنګه وايي، د ملي اردو د دوېمې پلي لوا په مرکزي قومندانۍ کې هغه مهال دغه پېښه رامنځ ته شوه ، چې د ملي اردو د يوه سرتېري او د ايساف د يوه سرتېري تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه.

په دغه خبرپاڼه کې د پکتیکا د والي محب الله صمیم له قوله ویل شوي، چې لومړنیو څېړنو ښوولې، چې دغه پېښه کې ښکېل سرتیري له وسله والو طالبانو سره کوم تړاو نه درلود.

په کابل کې د بي بي سي یو خبریال وايي، که څه هم د دغو داخلي بریدونو د مخنیوي لپاره د تېر کال د دا ډول پېښو له یوې لړۍ وروسته د خوندیتوب تدابیر نیول شوي، خو نړیوال ځواکونه اوس هم د افغان ځواکونو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ۲۰۱۲ کال له پیله پر بهرنیو پوځيانو د افغان سرتېرو بریدونه ډېر شوي، چې د افغان امنیتي چارواکو اندېښنې یې ډېرې کړي دي.

دا وروستیو کې لومړی ځل یوې افغانې پولیسې پر یوه بهرني پوځي سلاکار ډزې وکړې.

خو تر دې مخکې څو ځلې افغان سرتېرو پر بهرنیو هغو یا د لفظي شخړې او یا هم د نورو لاملونو له کبله د ټوپک خوله وراړولې او ګڼ بهرني پوځيان یې وژلي دي.

د ۲۰۱۲ د فبرورۍ پر ۲۵ د افغانستان کورنیو چارو وزارت کې یوه کس پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک خوله راواړوله او دوه جګپوړي امریکايي پوځي سلاکاران یې ووژل.

ورته مطالب