نورستان وانټ وایګل کې سیمه ییز پولیس کار پیلوي

Image caption د نورستان وانټ وایګل له نا امنه ولسوالیو څخه یوه ده چې له شاوخوا دوه نیم کاله راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې به سیمه ییز پولیس په دندو وګماري او هلته به د ملي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د نورستان وانټ وایګل له نا امنه ولسوالیو څخه یوه ده چې له شاوخوا دوه نیم کاله راهیسې د طالبانو په ولکه کې وه.

په دې وروستیو کې د نورستان خلکو له حکومته غوښتنه وکړه چې له دې ولسوالۍ وسله وال وباسي او د بیارغاونې چارې تر سره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دا ولسوالۍ د تېرې جمعې په ورځ افغان پولیسو او ملي اردو ځواکونو بېرته ونیوله.

ښاغلی صدیقي وايي په دې ولسوالۍ کې د حکومتي واک د ټینګښت لپاره بېلا بېل پروګرامونه لا له وړاندې په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل اصلي هدف دا و چې له وانټ وایګل ولسوالۍ وسله وال و ایستل شي او له خلکو سره مرسته وشي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه "هلته د خلکو وضعیت ښه نه دی او که خدای کول له اړو خلکو سره به مرسته وشي."

ویاند وويل د کورنیو چارو وزیر د وایګل له خلکو سره ژمنه کړې وه چې وسله وال به یې له ولسوالۍ وباسي: "هلته د ټیکاو د پایښت لپاره ځآنګړي پروګرامونه لرو چې هغه د ځآيي پولیسو رامنځ ته کول، د ملي ځواکونو ملاتړ او د وایګل له اوسېدونکو سره مرسته ده."

د ښاغلي صدیقي په وینا د وانټ وایګل بېرته نیولو په عملیاتو کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۵۰۰ سرتېرو برخه لرله.

نوموړي زیاته کړه په دې عملیاتو کې له شلو زیات وسله وال وژل شوي خو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل د هلمند د باغران او دېشو ولسوالۍ د غزني ناوه او د زابل خاک افغان هغه ولسوالیانې دي چې د حکومت شتون په کې کمزوری دی او له ګواښ سره مخامخ دي.

د ده په وینا حکومت په دې ولسوالیو کې د خپل د حضور موندلو او شته ګواښونو د لرې کولو لپاره کار کوي.

افغان ځواکونو ته د زیاتو مسؤولیتونو له سپارلو سره د پولیسو تلفات هم د تېر کال په پرتله شاوخوا شل سلنه زیات شوي دي.

چارواکي وايي د سیمه ییزو پولیس په ګډون هره اوونۍ له ۳۵ تر ۴۵ پولیس وژل کېږي.

ورته مطالب